د شيخ طنطاوي ژوند او فتواګانو ته ځغلنده نظر

شيخ طنطاوي
Image caption شيخ طنطاوي په ۲۰۰۲ کال کې په هغو بانکونو کې د پانګونې پر رواوالي فتوا ورکړه، چې له مخکې ګټه ټاکي، او دغه ډول پانګونه يې حلاله وبلله.

د الازهر پخوانی شيخ سيد محمد طنطاوي د ۲۰۱۰ کال د مارچ په لسمه د چارشنبې په ورځ په سعودي کې د خپل عمر په ۸۱ کلنۍ وفات شو.

دی د ملک فيصل جايزې ورکولو مراسمو کې د ګډون لپاره يوه ورځ مخکې رياض ته تللی و.

نوموړی بېرته خپل ټاټوبي مصر ته د ستنېدو پر لار و، خو په هوايي ډګر کې پرې د زړه ناروغي راغله، او بيا يې په روغتون کې ساه ورکړه.

شيخ طنطاوي له ۱۹۹۶ کال راهيسې د الازهر موسسې د شيخ دنده ترسره کوله. الازهر په مصر او اسلامي نړۍ کې يو خورا مهمه اسلامی موسسه او هم د سنيانو يو مرجع بلل کېږي.

شيخ طنطاوي د نړۍ له (۱.۴) مليارډ مسلمانانو څخه د ګڼ شمېر ترمنځ يوه درنه مذهبي څېره وه.

د ده فتواګانو، که څه هم د قانون له ځواک برخمنې نه وې، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په تېره بيا مصر، کې يې خورا ستر اغېز درلود.

ښاغلی طنطاوي په ۱۹۲۸ کال کې د مصر په سوهاج ولايت کې زېږېدلی و، او په ازهر پوهنتون کې يې د قران او حديثو په تفسير کې ډاکټري کړې وه.

شيخ طنطاوي د يو منځلاري مذهبي عالم، او د ښځو قضيو د ملاتړي په ډول پېژندل کېده،د ښځو د حقونو په اړه همدغو نظرونو نوموړی د توندلارانو له خوا له کلکو نيوکو سره مخامخ کړی و.

د ده ګوتنيونکي وايي چې مذهبي نظريې او فتواګانې يې د واکمنو دريځونو ته ډېرې ورنژدې وې، پر دې سربېره نوموړی په مصرۍ ټولنه کې د حساسو قضيو په اړه په منځلاريو دريځونو پېژندل کېده.

شيخ طنطاوي په دې وروستيو کې د بي بي سي عربي تلوزيون ته د مسيار او متعه ودونو په اړه داسې وويل:

((د مسيار واده يو شرعي واده دی. په دې مساله کې ټوله خبره داسې ده چې مېرمن خپل مېړه ته وايي: زه له تا استوګنځی نه غواړم، زه غواړم په خپل کور کې و اوسېږم.

ښايي دغه ښځه اولاد هم ولري، خو خپل خاوند ته وايي زه در نه هېڅ خرڅ نه غواړم، او د ژوند په چارو کې بار درباندې کموم. په دې حالت کې دا يو شرعي واده دی. خو د متعې واده حرام دی، ځکه دا لنډمهالی واده دی او موده يې ټاکل شوې ده.))

د مصر مفتي

شيخ طنطاوي په ۱۹۹۶ کال کې د ولسمشرۍ د فرمان له مخې د الازهر د شيخ پر دنده وګومارل شو، چې له هغې مخکې د لسو کلونو لپاره د مصر مفتي وو. الازهر چې تاريخ يې له زرو کلونو اوږد غځېږي، ګڼ شمېر پوهنتونونه او ښوونځي لري، چې د مصر په بېلابېلو ښارونو کې خپاره دي، او د لګښت ډېره برخه يې د دولت له خوا برابرېږي.

د شيخ طنطاوي له مخورو فتواګانو څخه يوه همدا ده چې نجونو ته يې په عسکري پوهنتونو کې د زده کړې او له پوځ سره د يو ځای کېدو اجازه ورکړې وه. نوموړی پر دې نظر و چې ښځه کولی شي ولسمشره شي او عامه واکمني وکړي.

Image caption په ۲۰۰۳ کال کې شيخ طنطاوي د فرانسې د هغه مهال د کرنيو چارو له وزير نيکولا سرکوزي سره چې اوس ولسمشر دی، له کتنې وروسته وويل فرانسه حق لری داسې قانون پلی کړی چې له مخې په ښوونځيو کې مسلمانې زده کوونکې د حجاب له اغوستلو منعه کړي. په همدغه کال کې ښاغلي طنطاوي وويل څوک چې ځانمرګي بريدونه کوي، (د اسلام دښمنان دي).

دغه موده چې شيخ طنطاوي په کې د الازهر د تاريخي موسسې شيخ و، داسې دريځونه په کې راڅرګند شول چې د مصر په خبري رسنيو کې يې پراخې ناندرۍ راوپارولې.

دغه راز د ده منځلاريو نظرونو توندلاري په غوسه کړي وو، چې يو يې هم تېر کال د زده کړې تالارونو دننه د نقاب اغوستلو منعه کول وو.

دغه ګام د منځلاري اسلام چې د مصر دولت يې ملاتړ کوي، او خلکو ترمنځ چې د توندلاري اسلام نظر ته ميلان لري، د شخړې يو پړاو و.

دغه قضيه هغه وخت راپورته شوه، چې شيخ طنطاوي په قاهره کې د ازهر د نجونو يو ښونځي ته ورغی او له يوې ۱۳ کلنې زده کوونکې يې وغوښتل چې خپل نقاب لرې کړي.

د مصر خبري رسنيو بيا د ده دا وينا لېږدوله چې نقاب يوازې يو عادت دی او له اسلام سره کوم تړاو نه لري. که څه هم په مصر کې ډېری مسلمانې ښځې حجاب اغوندي چې په اسلام کې د سر پټول دي، خو په دغه هېواد کې د هغو ښځو شمېر په زياتېدو دی چې د نقاب په اغوستلو يې پيل کړی دی.

Image caption شيخ طنطاوي له ۱۹۹۶ کال راهيسې د الازهر موسسې د شيخ دنده ترسره کوله. الازهر په مصر او اسلامي نړۍ کې يو خورا مهمه اسلامی موسسه او هم د سنيانو يو مرجع بلل کېږي.

د هغو فتواګانو ترمنځ چې توندلاري يې په غوسه کړي وو، له يو انسان نه بل ته د بدن د غړيو لېږدول، او هم د نجونو سنتولو غندنه او د بانکونو د سوداګريزو ګټو په ملاتړ د ده فتواه وه، چې يو شمېر نور مذهبي عالمان يې بيا دغه ګټې حرامې بولي.

شيخ طنطاوي په ۲۰۰۲ کال کې په هغو بانکونو کې د پانګونې پر رواوالي فتوا ورکړه، چې له مخکې ګټه ټاکي، او دغه ډول پانګونه يې حلاله وبلله.

د خلعې قانون

په ۲۰۰۰ کال کې شيخ طنطاوي فتوا ورکړه، په اسلامي شريعت کې داسې څه نشته چې ښځه له دې منعه کړي چې په اسانۍ طلاق واخلي، د دغې فتوا له مخې بيا يو قانون راغی چې د خلعې په نامه يادېږي.

په ۲۰۰۳ کال کې شيخ طنطاوي د فرانسې د هغه مهال د کرنيو چارو له وزير نيکولا سرکوزي سره چې اوس ولسمشر دی، له کتنې وروسته وويل فرانسه حق لری داسې قانون پلی کړی چې له مخې په ښوونځيو کې مسلمانې زده کوونکې د حجاب له اغوستلو منعه کړي. په همدغه کال کې ښاغلي طنطاوي وويل څوک چې ځانمرګي بريدونه کوي، (د اسلام دښمنان دي).

نوموړي په همدغو فتواګنو په رسنيو کې پراخې ناندرۍ راپارولې وې .

ورته مطالب