امريکا د کابل او حکمتيار ترمنځ د خبرو هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو امنيت شوری
Image caption د يو شمېر کتونکو په وينا په نوې تگلاره کې هم د پخوا په پرتله ديات توپير ليدل کيږي او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ښکيلو غاړو په دريځ کې دا مهال ډير نرمښت تر سترگو کيږي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شوری له مخالفانو سره د افغان حکومت د خبرو اترو د تازه هلو ځلو ملاتړ کړی دی .

امنيت شوری همداراز په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يوه بل کال لپاره وغځاوه، او دا واک يې ورکړ چې هلته د پخلاينې له بهير سره مرسته وکړي .

په ډانګ پېيلې

د امنيت شورا پرېکړه ليک افغان چارواکي هڅوي چې په مناسبو حالاتو کې کولی شي د ملګرو ملتونو مرسته هم وکاروي ، خو پرېکړه ليک د هر راز خبرو اترو شرطونه په ډانګ پېيلې توګه څرګندوي .

پرېکړه ليک زياتوي په دغه بهير کې برخه اخیستونکي بايد دې ته چمتو وي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، له القاعدې سره اړيکي پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني .

د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونولخوا د افغانستان د لانجې د سياسي حل ملاتړ مخ پر زياتېدو دی، خو د امريکا هڅه دا ده چې له خبرو اترو وړاندې طالبان له پوځي اړخه بې سېکه او کمزوري کړای شي .

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ويتالي چولکين هم په دې برخه کې شک ښوولی.

Image caption کای ايډه پر پاکستان تور لګولی و، چې د يو شمېر طالب مشرانو په نيولو سره له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د خبرو اترو بهير ته زيان ورسېد.

نوموړي د ملګرو ملتون د امنيت له شوری په ټينګه وغوښتل چې د طالبانو پروړاندې دې خپل لګولي بنديزونه مات نه کړي .

هغه ټينګار وکړ خبرې اترې بايد يوازې له هغو وسله والو سره وشي، چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي .

تېره ورځ افغان دولت منلې وه چې ولسمشر حامد کرزي د ګلب الدين حکمتيار د اسلامي گوند له راغلي پلاوي سره ليدلي کتلي دي .

سره له دې چې دغې سرچينې دغې کتنې په اړه نور جزئييات ورنه کړل، خو دا يې وويل چې دغه پلاوى هغه تگلاره له افغان ولسمشر سره شريکه کړه چې ويل کېږي د سولې لپاره يې له ځانه سره راوړې ده .

دغه پلاوى څه موده وړاندې کابل ته رسېدلى او د يو شمير افغان چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دى .

د دغه پلاوي مشري د گلب الدين حکمتيار د مرستيال قطب الدين هلال پر غاړه ده او د دغه گوند پخوانى وياند قريب الرحمن سعيد ، داود عابدي او د ښاغلي حکمتيار زوم غيرت بهير د دغه پلاوي نور غړي .

داسې ويل کيږي چې د ښاغلي حکمتيار له خوا د سولې دغه ېرحه پنځلس مادې لري چې تر ټولو مهمې يې د روان ميلادي کال د جولاى له مياشتې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل ، او د شپږړ مياشتو په اوږدو کې يې بشپويئل ، اوربند ، افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو سپارل او ولسمشرۍ ، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو ته بيا له سره ټاکنې د دغې طرحې مهمې مادې ياديږي .

دغه پلاوي تر دې وړاندې د مشرانو جرگې ريس او د سولې د ټينگښت د کميسيون مشر صبغت الله مجددي سره هم ليدلي دي .

د يو شمېر کتونکو په وينا په نوې تگلاره کې هم د پخوا په پرتله ديات توپير ليدل کيږي او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ښکيلو غاړو په دريځ کې دا مهال ډير نرمښت تر سترگو کيږي.

کای ايډه پاکستان تورن کړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ايډه تېره اوونۍ له بي بي سي سره په مرکه کې ومنله چې له طالبانو سره يې پټې خبرې کړې دي، خو دا يې هم ويلي چې د پاکستان لخوا د يو شمېر جګپوړو طالب مشرانو په نيولو سره دغه بهيرته زيان ورسېد.

خو طالبانو بيا له ښاغلي کای ايډه سره هر راز خبرې اترې ردې کړې دي .

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي يوه وياند ويلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ايډه ته له طالبانو سره د خبرو اترو لارښوونه نه وه شوې .

ورته مطالب