پاکستان کې د اردن د سفير د تښتولو هڅه ناکامه شوه

يو نيول شوی کس
Image caption رپوټونه وايي د نور جهان په نامه يوه نيول شوي تښتوونکی د خبريالانو پروړاندې منلې چې تېر کال يې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال سازمان پر دفتر او اسلام اباد د پاکستاني سمندري ځواکونو پر اډې بريدونو کې لاس درلود .

اردن منلې ده طالب اورپکو هڅه کوله پاکستان کې يې اورپکو د سفیر د تښتولو هڅه کړې ده .

دا خبر تر هغه وروسته خپرېږي، چې د القاعدې يوه اجنټ په اردن کې پر حکومت د بريدونو غږ کړ .

يوه حکومتي وياند د دې پخلی وکړ چې د اردن سفير صالح الجوارنح پاکستان کې د يرغمل نيوونکو د هڅو هدف و، خو ده وويل چې ښاغلی جوارنح اوس په اردن کې خوندي دی .

د دوشنبې په ورځ پاکستان کې پوليسو وويل په لوړه کچه هغه دوه تجربه لرونکي طالبان يې نيولي چې د سفير د تښتولو او پر هغه هوټل چې بهرنيان پکې اوسېدل، د بريد دسيسه جوړه کړې وه .

د پاکستاني پوليسو يوه وياند وويل چې اورپکو د دوی لخوا پر جوړې شوې دسيسې اقرار کړی دی .

په تېر دسمبر کې اردني همام خلیل البلوي د افغانستان په سوېل ختيځ ولايت خوست کې د سي آی اې اووه جګپوړي کارکوونکي ووژل .

دا په تېرو څو کلونو کې پر امريکايي څارګرو کارکوونکو ستر مرګونی بريد و .

البلوي په يوه وېديويي پيغام کې، چې له مړينې وروسته يې خپور شو، د اردن پر استخباراتي غړو او د اردن د حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې وه .

اردن په منځني ختيځ کې د امريکا له مهمو متحدينو ګڼل کېږي او د دوه ګوني اجنټ البلوي لخوا د اردن د استخباراتو او سي آی اې ترمنځ نژدې اړيکي په ډاګه کړل .

په پرلپسې توګه د اردن منځلاری سلطنتي حکومت د القاعدې په ګډون د اسلامي اورپکو، چې د طالبانو ملګري دي، د بريدونو موخه ګرځي .

پنځه کاله مخکې د القاعدې اورپکو په اردن کې د لوېديځوالو پر درو هوټلونو هممهاله بريدونه وکړل، چې ۶۰ تنه پکې ووژل شول .

رپوټونه وايي د نور جهان په نامه يوه نيول شوي تښتوونکی د خبريالانو پروړاندې منلې چې تېر کال يې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال سازمان پر دفتر او اسلام اباد د پاکستاني سمندري ځواکونو پر اډې بريدونو کې لاس درلود .

نورجهان ويلي چې په ۲۰۰۷ کال کې پاکستان يې د طالبانو له مشر بيت الله مسيد سره ليدلي و .