کلنټن : له پاکستان سره د اړيکو نوى پړاو پيلوو

کلنتن
Image caption ميرمن کلنتن ومنله چې له پاکستان سره اخنتلافونه درلودل او لري به يې .

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنتن وايي امريکا او پاکستان د خپلو اړيکو نوى څپرکى يا پړاو پيلوي .

دا خبره ميرمن کلنتن په واشنگټن کې له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د خبرو اترو تر پيل وړاندې وکړه .

په دې وروستيو مياشتو کې د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ بې باوري خپل اوج ته رسيدلې ده .

امريکا او پاکستان دواړو د اورپکو پر ضد جگړه کې د يو بل کليدي ملگري دي .

ميرمين کلنتن دا ومنله چې د پاکستان او امريکا ترمنځ پر مسايلو باندې د نظر اختلاف و .

ښاغلي قريشي وويل اوس هغه وخت رارسيدلى دى چې بايد راتلونکې ته وکتل شي .

دوى پر امنيت ، انرژۍ او اقتصادي اړيکو خبرې کوي .

نوى پړاو

ميرمن کلنتن په واشنگټن کې له ښاغلي قريشي سره د دوه ورځنيو خبرو تر پيل وړاندې وويل :

(( اوس د يوۀ نوي پړاو پيل دى . ))

دې زياته کړه ، په تيرو وختونو کې زموږ هيوادونو د بې باورۍ او پر مسايلو د نظر د يو والي نشتوالى درلود او بې له شکه چې په راتلونکي کې به په ځينو برخو کې نظر يو نه وي .

ښاغلي قريشي وويل د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو ښه کيدا د پاکستان ، امريکا او نړيوالې سولې ، امنيت او ښيرازۍ په گټه ده .

پاکستاني وزير د کشمير په لانجې کې د امريکا د رغنده ونډې غوښتنه وکړه او د انرژۍ په ترلاسه کولو کې يې د دۀ په وينا له تعصبه خالي تگلاره وغوښته .

ورته مطالب