غوړ لرونکي کبان خوړل ښځې له وچوالي ژغوري

Image caption دا څېړنه ښځو ته د صحي خوړو د خوړلو سپارښتنه کوي.

وې نورې څېړنې ښوولې چې د 'سلمون او تونا' په شان غوړ لرونکي کبان خوړل له ښځو سره د وچوالي په ستونزو کې مرسته کولی شي.

دغه څېړنه ښيي چې د غوړ لرونکو کبانو خوړل د رحم د ارتوالي مخه نيسي.

د ښځو لپاره د رحم ارتوالی د دوی په وچوالي کې ۲۲ سلنه مرسته کوي. غوړي کبان په کولمو، او د وجود په هره تشه برخه کې غوړ لري، سربېره پردې د غوړ لرونکو کبانو په وجود کې د اوميګا ۳ په نامه مواد هم ډېر وي.

دغه څېړنه پر ۷۰ زره ښځو ترسره شوې ده .

دې څېړنې خبرداری ورکړی هغه ښځې چې چې ډېر غوړ خوري، د پړسوب او په رحم کې د ۴۸ سلنې د ارتوالي لامل يې ګرځي.

ډاکټران وايي د رحم د ارتوالي ناروغي له رامنځ ته کېږي، چې د رحم ژونکې (حجرې) د رحم د ننه په حوض کې له نورو برخو سره نژدې شي، چې ډېرځلې د ښځې د وچوالي لامل ګرځي.

د طبي کارپوهانو په وينا، اوسمهال په برتانيا کې په دې ناروغۍ په سلو کې ۱۰ ښځې اخته دي.

دا يوه ډېره مهمه څېړنه ده، ځکه چې د ښځو د خوړو له سيستم او د رحم د ارتوالي له ناروغۍ سره نېغه اړيکه لري.

د هاروارد طبي انستېتيوت يوه سلاکاره ډاکټره ستاسي ميسمير وايي دا څېړنه چې د هيومن ريپروډکشن پر وېبپاڼې هم خپره شوې ده، دا ثابتوي چې غيرصحي خواړه د ښځو د رحم د ارتوالي په ناروغۍ کې رغنده رول لوبوي.