ګېټس: له طالبانو سره سولې ته لا وخت پاتې دی

رابرټ ګېټس او مايک مولن
Image caption رابرټ ګېټس ويلي داسې ښکاري چې پوځي فشار وسله وال طالبان نه شي کمزوري کولی.

د امريکا دفاع وزير ويلي لاهم وخت شته، چې له طالبانو سره دې د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

رابرټ ګېتس دا خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۲۴مه) د امريکا پارلمان ته په يوه وينا کې کولې ‎.

نوموړي ويلي افغانستان کې د وسله والو پرضد پوځي فشار ښايي دغه ډله کمزورې نه شي کړای او تر اوسه داسې نښې نه ښکاري چې دوی دې سولې ته غاړه کښېږدي .

نوموړي ويلي : "داسې هېڅ نښې نه شته، چې ګني طالبان به دا جګړه وبايلي . کله چې د طالبانو په منځ کې د جګړې د بايللو شکونه رامنځ ته شي، هغه مهال به دوی پخلاينې او خبرو ته غاړه ږدي. باور نه کوم چې لاهم موږ دې پړاو ته نه يو رسېدلي."

بل خوا د امريکا د لويو درستيزانو د جرګه ګۍ مشر اميرالبحر مايک مولن تېره ورځ د امريکا کانګرېس ته په يوه وينا کې وويل افغانستان کې له وسله والو سره د سولې په اړه خبرو کې ډېر افراط شوی دی .

اوږده جګړه

نوموړي د کانګرېس غړو ته په خبرو کې وويل : "زه په دې هيله کې اندېښمن يم، چې ګني د جګړې له لارې به موږ خپل هدف ته ژر ورسېږو، فکر نه کوم چې دا کار دې وشي، دا يو ډېر ګران پړاو دی... ډېر زيات ګران."

د امريکايي پوځي چارواکو دا ويناوې داسې مهال خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب پو پلاوی کابل ته د خبرو لپاره تللی و .

Image caption امريکايي پوځي چارواکي له طالبانو سره د خبرو د وخت نه رارسېدو خبره داسې مهال کوي، چې امريکا له پاکستان سره ستراتيژيکې خبرې پيل کړې دي.

د پلاوي يوه غړي محمد داود عابدي ويلي وو چې "که چېرې امريکا له افغانستانه وتلو ته زړه ښه کړي، اسلامي ګوند افغانستان کې د سولې خبرو ته چمتو دی، چې دا کار به له طالبانو سره خبرو ته لاره هواره کړي. "

وړاندې د اسلامي ګوند دغه پلاوي افغان حکومت ته يوه ۱۵ مادې لرونکې طرحه او وړانديز کړی، چې د سر ټکی يې له افغانستانه په شپږو مياشتو کې ( تر راتلونکې جولای مياشت پورې) د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره وه .

په دغه وړانديز کې دا هم راغلي وو، چې تر هغه وروسته دې اوسنی حکومت د شپږو مياشتو لپاره کار وکړي، خو د راتلونکي کال په سر کې به ټاکنې کېږي.

بل خو د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د بارک اوباما اداره پر دې خبرې غورکوي، ايا افغانستان کې د برياليتوب هغې کچې ته رسېدلي، چې له طالبانو سره دې خبرې وشي او که څنګه ؟

ورځپاڼې دا هم ليکلي وو چې اوباما د اسلامي ګوند له ځينو مشرانو سره هم کتلي، چې له دې کار سره د اوباما په اداره کې چارواکي دې ته وهڅول شول، چې د سولې د خبرو د کره وخت په اړه بحث وکړي .

وړاندې امريکا ويلي وو چې اوس القاعده کمزورې شوې ده او ګڼ مشران يې وژل شوي .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي وو چې د القاعدې ډلې ځينې د سر کسان د پاکستان په قبايلي سيمو کې څارګرو الوتکو وژلي دي .

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار ويلي وو چې له منځلارو طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، او له دوی يې غوښتي وو چې په سياسي بهير کې ورګډ شي.

خو وسله وال طالبان وايي چې په دوی کې منځلاری او تندلاری نه شته، بلکې ټول يوه ډله ده .

ورته مطالب