اسامه: که شيخ محمد اعدام شي، امريکايان به اعدام کړو

اسامه بن لادن
Image caption بن لادن په خپل غږيز پيغام کې ويلي : "د سپينې ماڼۍ سياستوال لاهم پر موږ هر راز ظلمونه کوي، او په ځانګړې توګه د فلسطيني خاورې پر وړاندې د اسراييلو ملاتړ کوي، دوی داسې ګمان کوي چې چې امريکا به له سمندرونو هاخوا خوندي وي، خو زموږ غبرګون پوله نه پېژني، او موږ د سپتمبر د ۱۱ پېښو په څېر د بريدونو توان لاهم لرو ."

د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن ته يو منسوب شوی غږيز پيغام وايي که چېرې امريکا خالد شيخ محمد اعدام کړي، القاعده به هر هغه امريکايي ووژني، چې نيسي يې .

خالد شيخ محمد د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ د پېښو اصلي طراح بلل شوی .

بن لادن په دې غږيز پيغام کې وايي: "اې د امريکا ولسه، زما پيغام له تاسو سره زموږ د بنديانو په اړه دی، په سپينه ماڼۍ کې ستاسو مشر لاهم د خپل پخواني سيال پر ګامونو روان دی، چې يو هم په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکول دي، زموږ پر بنديانو بې رحمه ظلمونه کېږي، چې په سر کې يې زموږ مجاهد او باتور خالد شيخ محمد راځي، سپينه ماڼۍ غواړي چې هغه اعدام کړي."

نوموړي ويلي : "له هغې ورځې راهيسې چې امريکا دا پرېکړ کړې، موږ هم دا هوډ وکړ، هر هغه امريکايی چې نيسو، اعداموو به يې" .

د اوباما اداره ايله يوڅو اوونۍ په مخ کې لري، چې د خالد شيخ محمد او څلورو نورو تورنو کسانو د محاکمه کولو وروستۍ پرېکړه وکړي .

ټاکل شوې ده چې دوی به په يوه پوځي فدرالي محکمه کې محاکمه کړای شي .

تېره مياشت امريکايي چارواکو ويلي وو چې خالد شيخ محمد به، چې اوسمهال د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی، په يوه پوځي محکمه کې محاکمه کړي .

د دغې امريکايي سرچينې په وينا، خالد شيخ محمد د سپتمبر د ۱۱ مې د پېښو او په اندونيزيا او کينيا کې د طراحولو مسؤوليت منلی .

که چېرې هغه په وروستۍ محاکمه کې پر وژنو، چاودنو او داسې نورو پېښو پړ وبلل شي، ښايي چې اعدام شي.

بن لادن په خپل غږيز پيغام کې ويلي : "د سپينې ماڼۍ سياستوال لاهم پر موږ هر راز ظلمونه کوي، او په ځانګړې توګه د فلسطيني خاورې پر وړاندې د اسراييلو ملاتړ کوي، دوی داسې ګمان کوي چې چې امريکا به له سمندرونو هاخوا خوندي وي، خو زموږ غبرګون پوله نه پېژني، او موږ د سپتمبر د ۱۱ پېښو په څېر د بريدونو توان لاهم لرو ."

کله چې د امريکا ولسمسشر د تېر۲۰۰۹ کال په جنورۍکې ولسمشرۍ ته ورسېد، ژمنه يې وکړه چې د ګوانتانامو زندان به وتړي، خو دا کار لاتراوسه ونه شو .

د امريکا اداره نيت لري چې په ګوانتانامو کې د ترهګريزو بريدونو په تور کابو ۳۰ تنه محاکمه کړي، خو د دوی د محاکمه کولو د ځای او يا دا چې په جنايي او يا پوځي محکمو کې به يې محاکمه کوي، څه نه دي ويل شوي .