جنوبي کوريا د ۴۶ ډوب شوو کسانو د ژغورلو هڅه کوي

بېړۍ
Image caption جنوبي کوريا ويلي چې لاهم د ۴۶ ماڼوګانو څرک نه دی مالوم.

جنوبي کوريا ويلي شمالي کوريا ته نژدې يې يوه کښتۍ، چې ۱۰۴ تنه پکې سپارل ول، د تېرې جمعې په ورځ ډوبه شوې، چې ۴۶ ماڼوګان لاهم تری تم دي .

شمالي کوريا وايي بېړۍ تر يوې چاودنې وروسته په هغه سيمه کې ډوبه شوې چې د دواړو هېوادونو پر دعوه ده.

په سيول کې د شنبې په ورځ يوه پوځي وياند وويل چې تر اوسه يې ۵۸ ماڼوګان ژغورلي خو د ۴۶ نورو څرګ نه مالومېږي.

دې پوځي سرچينې ويلي د پوځي سمندري ځواکونو يوه ډله سيمې ته استول شوې، چې د ډوب شوو کسانو مړي له اوبو راوباسي .

د جنوبي کوريا يوه بل پوځي چارواکي بيا ويلي چې په سيمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري چې په وينا يې "اوس دوی څه نه شي ويلی چې ايا د ډوبېدو په دې پېښه کې رښتيا هم شمالي کوريا لاس لري او که څنګه."

د سوېلي کوريا پوځي مشرتابه ويلي په سيمه کې د شمالي کوريا لخوا له ورځنيو فعاليتونو پرته کوم غيرعادي څه نه دي ثبت شوي .

خبري رسنيو او خپرنيو بيا ويلي چې هلته د ژغورنې شپږ قطعې کار کوي .

شيونانن بېړۍ داسې مهال د بانګنیونګ ټاپو ته څېرمه په ژیړ سمندر کې ډوبه شوه، چې ۱۲۰۰ وزن لرونکي توکي پکې بار وو .

رپوټونه وايي چې تر ډوبېدو شېبه وړاندې هلته يوه چاودنه هم وشوه، چې لامل يې مالوم نه دی .