عرب سرمشريزه: اسراييلو ته له هېڅ شي نه شو تېرېدای

عمرو موسی
Image caption عمرو موسی وويل : "اوس د اسراييلو د مخنيوي وخت رارسېدلی دی، بايد په خپل دريځ کې بدلون راولو ځکه اوس د دريځ د بدلولو وخت راغلی."

د اسراييل له لوري په لاندې شوي ختيځ بيت المقدس کې د يهودانو د مېشت ځايونو له درولونه انکار په ليبيا کې د عربي هېوادونو په سرمشريزه کې قهرجن غبرګون راپارولی دی.

کنفرانس ته د ترکيې لومړي وزير وويل چې د اسراييلو دريځ يو لېونتوب دی .

يوه بله ننګونه چې عر ب مشران يې په اړه اندېښنه لري، د ايران لخوا اتومي فعاليتونو ته دوام ورکول دي .

د عرب ليګ منشي عمرو موسی پر امريکا او اسراييل نيوکې وکړې چې غواړي د تهران پرضد نوې جبهه جوړه کړي .

ښاغلي موسی وويل اسراييل د عربانو په قيمت د خپلو ګټو لپاره د ايران له مسالې ناوړه ګټه اخلي .

ده وويل چې په سيمه کې د ايران لخوا د اتومي فعاليتونو لويې اندېښنې راټوکولې دي :

"که د ايران لخوا خطر وي، موږ يې بايد د خپلو ګټو په خاطر ځواب ورکړو، په دې اړه موږ بايد د اسراييلو ګټو پروړاندې ودرېږو، ځکه چې د اسراييلو ګټې له عربانو سره هېڅ تړاو نه لري. "

عمرو موسی وويل : "اوس د اسراييلو د مخنيوي وخت رارسېدلی دی، بايد په خپل دريځ کې بدلون راولو ځکه اوس د دريځ د بدلولو وخت راغلی."

دا د ليبيا په سرت ښار کې د عرب مشرانو د سرمشريزې دويمه ورځ ده .

غونډې ته په وينا کې د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس وويل تر هغه له اسراييل سره خبرې نه شي کېدای، چې په ختيځ بيت المقدس کې يې د يهودانو د مېشت ځايونو فعاليتونه نه وي درولي.

عباس زياته کړه په داسې حال کې له اسراييل سره خبرې ناممکنې دي، چې دوی په ختيځ بيت المقدس کې په بيړه مېشت ځايونه جوړوي.

عباس هڅه کوي چې د اسراييلو په دريځ کې له نرمښت راتلو پرته د عرب مشرانو ملاتړ خپل کړي. وړاندې د مېشت ځايونو پرسر له امريکا سره هم د اسراييلو اړيکي خړ پړ شوي وو .

بل خوا د شنبې په ورځ د غزې په ښار کې د اسلامي جهاد ډلې د هغه څه پروړاندې لاريون کړی و، چې عرب مشران له اسراييل سره د خبرو پر تګلارې غږېږي.

په ۱۹۶۷ کال په ختيځ بيت المقدس او لوېديځه تراډه کې تر نيم ميلیون ډېرو یهودانو ته تر ۱۰۰ ډېر ناقانونه مېشت ځايونه جوړل شول .

Image caption په طرابلس کې د بي بي سي خبريال رانا جواد وايي دا لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه د قدس د مسالې پر سر د خبرو ټينګار کوي .

دغه مېشت ځايونه له نړيوال قانون نه په ښکاره سرغړاویدی ، خو اسراييلو خپلې سرتمبګۍ ته دوام ورکړی .

د دوه هېوادونو پلازمېنه

بل خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون چې د عرب مشرانو غونډې ته ورغلی و، ټينګار کاوه، چې د سولې په هلو ځلو کې دې د متحده ايالتونو ملاتړ او همکاري راجلب شي .

بان کي مون زياته کړه قدس ته بايد درناوی وشي، او "دغه ښار بايد د خبرو اترو له لارې د دواړو دولتونو پلازمېنه شي."

په طرابلس کې د بي بي سي خبريال رانا جواد وايي دا لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه د قدس د مسالې پر سر د خبرو ټينګار کوي .

د فلسطيني ادارې لخوا د بان کي مون دې غوښتنې ته هرکلی ويل شوی او وايي چې دا " د نړیوالو قوانينو له مخې په دې کړکېچن وخت د حل مناسبه لاره ده. "

اسراييلو دوه اوونۍ وړاندې هوکړه وکړه، چې په ختيځ بيت المقدس کې به د يهودانو لپاره ۱۶۰۰ مېشت ځايونه جوړوي .

همدا وو چې فلسطينيان له اسراييلو سره له خبرو په شا شول .

ورته مطالب