پاکستان د ۲۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

پاکستاني پوځيان
Image caption وړاندې د پاکستان پوځ اعلان کړی و، چې تېره اوونۍ يې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژلي او د دوی پنځه پوځيان هم وژل شوي دي.

پاکستان په اورکزيو ايجسنۍ کې د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده .

پاکستاني حکومتي سرچينو ويلي وسله والو طالبانو د پوځ پر يوې پوستې بريد وکړ، چې بيا وروسته په وسله واله نښته کې ۲۲ طالبان ووژل شول .

يوه پاکستاني حکومتي چارواکي سميع الله خان ويلي وسله والو پر پوستې د بريد پرمهال له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی .

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ويلي د اورپکو تر بريد وروسته د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان پولې ته نژدې په ښاپېرۍ او فيروزخېلو سيمو کې پر اورپکو بمبار کړی، چې ۱۲ اورپکي پکې وژل شوي .

وړاندې د پاکستان پوځ اعلان کړی و، چې تېره اوونۍ يې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژلي او د دوی پنځه پوځيان هم وژل شوي دي.

د اورکزيو ايجسنۍ د پاکستاني طالبانو د فعاليت سيمه ګڼل کېږي .

پاکستان وايي چې پر جنوبي وزيرستان تر عملياتو وروسته اورپکو اوس دې سيمې ته مخه کړې .