په متحده عربي اماراتو کې ۱۷ هنديان په اعدام محکوم شول

دبۍ
Image caption په متحده عربي اماراتو کې د الحکولو سوداګري او کاروبار ناقانونه کار دی.

په متحده عربي اماراتو کې ۱۷ هندي وګړي د يوه پاکستاني وګړي د وژلو په تور په اعدام محکوم شول.

رپوټونه وايي چې دغو ۱۷ هندي وګړو په متحده عربي اماراتو کې يو پاکستانی وګړی د الکحولو د قاچاق په چاره کې تر يوې شخړې وروسته وژلی دی.

که څه هم په پېښه کې ۵۰ هندي وګړي ښکېل بلل شوي، خو ويل کېږي چې د پاکستاني وګړي په وژنه کې د ۱۷ هغو لاس و .

پاکستانی وګړی د چړې په وسيله وژل شوی.

خبريالان وايي د الکحولو له سوداګرۍ سره تړلې دا ډول جرمي پېښې په متحده عربي اماراتو کې له قانون څخه سرغړاوی دی.

په متحده عربي اماراتو کې د الحکولو سوداګري او کاروبار ناقانونه کار دی.

دا لومړی ځل دی چې يوه محکمه په دې شمېر هندي وګړي په اعدام محکوموي.

د رپوټونو پربنسټ، پېښه د دبۍ په شمال الشارقة کې د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ مياشتې کې شوې، چې درې نور پاکستاني وګړي پکې ټپيان شوي هم دي.

پوليسو تر پېښې وروسته سملاسي شکمن کسان ونيول.

په تېره فبرورۍ مياشت کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو او الکحولي موادو سوداګرو د يوې بلې ورته ډلې دوه تنه وتښتول، او ژوندي يې خښ کړي وو.