پاکستان: خيبر ايجنسۍ کې ځانمرګي بريد ۶ پوځيان ووژل

پاکستانی پوځي
Image caption د بريد پړه لا تراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

د پاکستان خيبر ايجنسۍ باړې پر يوې پوځي اډکې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې شپږ پوځيان وژل شوي او تر ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

دا بريد د جانسي په نامه پوځي کمپ شوی

تر بريد وروسته هلته ګرځبنديز لګول شوی. او عمليات پيل شوي دي

د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې

د ويلو ده چې په خيبر ايجنسۍ کې په تېرو څو مياشتو کې پوځيانو د اورپکو پرضد پراخه عمليات پيل کړي دي.

په دې وروستيو کې په دغه سيمه کې د اورپکو بريدونه ډېر شوي

د روان کال په فبرورۍ مياشت کې هم په دغه سيمه کې د يوه جګپوړي پوځي مشر په ګډون څو پوځيان وژل شوي ول.

بل خوا پاکستان اعلان کړی چې په اورکزيو ايجنسۍ کې د اورپکو او پوځيانو ترمنځ نښته کې شپږ اورپکي وژل شوي.

نښته په کوز اورکزيو کې شوې ده.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې امنيتي پوځيانو په اورکزيو ايجسنۍ کې په ناڅاپي توګه پوځي عمليات پيل کړل.

ورته مطالب