سعودي د لرغونو ځايونو د ساتنې هڅه پيل کړې

مکه مکرمه

سعودي عربستان د مکې د پاتې تاريخي سيمو د ساتنې او ودانولو يوه هڅه پيل کړې ده.

ټاکل شوې د سعودي گرځندوى او لرغونتابه اداره د مکې له ښاروالۍ سره په گډه ددغو سيمو د ساتنې پلان جوړ کړي.

د دغو هڅو يوه موخه داده چې دننه په سعودي کې د اسلام سپېڅلو سيمو ته د سيلانيانو ورتگ وهڅوي.

مخکې سعودي پر دې له نيوکو سره مخامخ و چې د عربي ټاپو وزمې د تېر تاريخ د ړنگولو هڅه کوي.

پر سعوديانو تور دى چې په مکه کې يې د تاريخي ځايونو په سلو کې ٩٥ له منځه وړي دي.

د نړۍ د مسلمانانو لپاره دغه سيمې چې د ځينو تاريخ يې آن د اسلام د پيغمبر تر زمانې رسېږي، د نړۍ په خورا سپېڅلو سيمو کې راځي. سعوديانو له همدې امله غوښتل چې هغه وران او پر ځاى يې د اوسمهال نوې ودانۍ جوړې کړي.

وهابيان

دوى د وهابي خورا سختې اسلامي طريقې لارويان دي چې د سپېڅلو ځايونو نمانځنه په کې جواز نه لري، ځکه وېرېږي چې هسې نه په دې سره بت پرستي او يا د گڼو معبودانو عبادت را وټوکېږي.

سعوديان پر دې وياړي چې ميلياردونه ډالر يې د نبوي جومات پر بيا جوړولو او د هغو ميليونو مسلمانانو د هوسايۍ لپاره د آسانتياوو پر جوړولو لگولي چې هر کال د حج لپاره دغه هيواد ته ورځي. خو دوى د اسلام د زېږېدو په ځاى کې د هغه ډېرې تاريخي سټې له منځه وړي دي.

د هيواد په نورو برخو کې هم مساله همداسې ده چې د عربي معمارۍ ډېرې لږې نښې لا هم پر ځاى پاتې دي.

خو په دې وروستيو کې د ويجاړولو پر ځاى د ساتلو هڅو زور اخيستى دى. شهزاده سلطان بن سلمان چې د گرځندوى او لرغونتابه کميسيون مشري کوي، ددې چارې سرغندويي پر غاړه اخيستې ده.

هغه هيله مند دى چې د مکې له ښاروال سره په گډه همکارۍ به د ښاري ميراث د خونديتوب يوه نوې تگلاره راجوړه شي او ورسره به هغه لږ څه چې لا هم روغ پاتې دي، خوندي شي، ورغېږي او درناوى به يې وشي .

ورته مطالب