روسیه: د مسکو بريد کوونکې يوه ۱۷ کلنه نجلۍ وه

جنت عبدالرحمانووا
Image caption د جنت عبدالرحمانووا مېړه تېر ډسمبر د روسي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

د روسيې پوليس وايي اوس يې دا شک نژدې په يقين اوښتى چې له هغو دوو ځانمرگو څخه چې د دوشنبې پر ورځ يې د مسکو په مترو کې چاودنې وکړې، يوه يې ١٧ کلنه نجلۍ وه.

په دغو بريدونو کې چې د سهار د گڼې گوڼې پرمهال وشوې، څلوېښت تنه ووژل شول.

دوى وايي چې دغه نجلۍ د شمالي قفقاز د داغستان له سيمې څخه راغلې وه او ښايي د هغه ياغي مشر کونډه وي چې د تېر کال په پاى کې په پوځي عملياتو کې ووژل شو.

له مسکو نه روپرت وينگفيلډ هيزپه خپل رپوټ کې وايي: د مسکو د پوليسو باور دادى چې د دوشنبې په ورځ د مسکو د ښاري مترو پهپارک کلتورۍتم ځاى کې چاودنه د جنت عبدالرحمانووا په نامه يوې انجلۍ کړې وه.

هغه د داغستان د بېوزله مسلمان جمهوريت له يوه لېرې پراته کلي نه ورغلې وه.

دوى وايي باور يې دادى چې هغه به "د تورو کونډو " له ډلې څخه وي، يعنې هغه ښځې چې د خپلو وژل شويو مړونو غچ اخلي.

د روسيې رسنۍ وايي چې هغې په شپاړلس کلنۍ کې د چچنيا له يوه ياغي مشر اومالات ماگامېدوف سره کتلي او وروسته يې ورسره واده کړى و.

په هغو عکسونو کې چې پرون خپاره شول، د ځلانده څېرې يوه ځوانه ښځه برېښي چې د يوه مشر سړي څنگ ته ناسته ده.

خو دا د واده يو غير عادي تصوير دى. ځوانې نجلۍ په ښي لاس کې يوه توره تمانچه نيولې ده.

د هغې مېړه تېر ډسمبر د روسي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

پوليسو لا تر اوسه د بلې بمي چاودنې د چمتو کوونکي پېژندنه نده په ډاگه کړې چې د لوبيانکا پر تم ځاى يې بريد کړى و.

خو د روسيې رسنۍ خبر ورکوي چې ښايي هغه هم د يوه چچني اورپکي-- ۲۰ کلنه کونډه وي.

داسې باور کېږي چې د مسکو د مېترو ځانمرګې بريد کوونکې له چچنيا سره نژدې د داغستان له کيزليار ښارګوټي نه په بس موټر کې مسکو ته تللې وې .

د روسيې استخباراتي ادارې يوه مسؤول ويلي د عبدالرحمانووا مېړه اومالات ماګامېدوف چې د چچنيايي جنګياليو د مشر دوکو عمروف ملګری و، لارښوونه کړې وه، چې په مسکو کې بريد وکړي.

عمروف په يوه وېديويي پيغام کې اورپکو ته وينا کړې، او روسان يې ګواښلي چې ډېر ژر به يې پروړاندې نوي بريدونه وکړي.

د روسيې ولسمشر ديمتري مدوېديف د تېرې پنجشنبې په ورځ داغستان ته تللی و، چې هلته له چارواکو سره خبرې وکړي.

مېدوېديف ويلي وو چې روسيه د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره لانورو همکاريو ته چمتو ده.

ورته مطالب