د جنوبي افريقا ښی لاسی مشر يوژين بلانش ووژل شو

تيري بلانش
Image caption تيري بلانش د تېرې شوې پېړۍ په اتيايمه لسيزه کې هغه مهال مشهور شو، چې د سپن پوستکنو د برترۍ نارې يې ووهلې.

د جنوبي افريقا د سپين پوستوکو افراطي ښي لاسى مشر – يوژين تېرې بلانش د هيواد په شمال لوېديځ کې په خپلې کروندې کې وژل شوى دى .

د جنوبي افريقا رسنۍ وايي چې ښاغلى تېرې بلانش د خپلې کروندې له دوو کارگرو سره تر يوې ناندرۍ وروسته په وهلو او ټکولو وژل شوى دى .

ښاغلي تېرې بلانش د سپين پوستکو لوړتيا غوښتونکى گوند AWB په ١٩٧٠ کال کې جوړ کړ او د آپارتايد د نژاد پال رژيم د ساتنې لپاره يې مبارزه کوله.

رپوټونه وايي چې ۶۹ کلن تيري بلانش په خپله کرونده کې تر مرګه وهل شوی دی .

د رپوټونو په وينا، د تيري بلانش حزب يوه مسؤول ويلي چې" هغه د جنوبي افريقا په شمال کې په خپله کرونده کې په لرونو او پايپونو وهلی شوی دی. "

په جنوبي افريقا کې يوه پوليس چارواکي ويلي چې "د هغه مړی په خپله کرونده کې موندل شوی چې تر ډېره په سر او مخ وهل شوی ډبول شوی دی."

د جنوبي افريقا مشر جاکوب زوما د حالاتو د قابو کولو غوښتنه کړې او ويلي دي چې هېوادوال بايد له زغمه کار واخلي او توکميزه تاوتريخوالی ونه کړي.