بان کي مون منځنۍ اسيا ته د خبرو لپاره تللی

بان کي مون
Image caption بان کي مون به له تاجکي چارواکو سره پر هغو موضو ګانو هم خبرې وکړي، چې له افغانستان سره تړاو لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د مینځني اسیا هیوادونو ته د خپل شپږ ورځني سفر په ترڅ کې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی.

نوموړی به د تاجکستان له ولسمشر امان علي رحمانوف سره پر ګڼو موضوعګانو خبرې وکړي.

د بي بي سي تاجکي څانګه وايي په دې موضوګانو کې هغه هم شاملې دي چې له افغانستان سره اړخ لګوي.

د همدې څانګې یوه کارکوونکي احسان زروان د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل:

''هغه احتمالي موضوګانې چې د تاجکستان چارواکي به یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره په دې سفر کې مطرح کړي په منځنۍ اسیا کې سیمه يیز او امنیتي موضوګانې دي چې له افغانستان سره اړخ لګوي.

په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې د سخت دریځو ډلو د نفوذ د زیاتېدو موضوع چې د منځني اسیا ټول هېوادونه یې اندېښمن کړي دي.

د تاجکستان چارواکي انديښمن دي چې د افغانستان په شمال کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو زیاتیدل ددغه هیواد وضعیت هم ګواښي.

دغه راز تاجکستان د نشه يي توکو د قاچاق د زیاتیدو له امله هم اندښنه لري او غواړي چې په دې برخه کې ملګري ملتونه مرسته ورسره وکړي.''

یوه بله موضوع چې په دې وروستیو کې ډیره پاملرنه ورګرځیدلې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي عملیاتو لپاره د اکمالاتې لارې ده.

ښاغلی زروان وايي د مینځني اسیا هیوادونه کولای شي چې په دې برخه کې تر نورو ښه مرسته وکړي ځکه نو د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون به هڅه وکړي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر لاس او همکاري ته وهڅوي.