برازيل کې سېلابونو او ځمک ښويېدو ۱۰۰ تنه وژلي

برازيل
Image caption په تېره جنورۍ مياشت کې هم برازيل کې د ځمکې د ښويېدو له امله لږ ترلږه ۳۹ تنه وژل شوي ول.

د برازیل په ریودي جینرو ایالت کې د سختو بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلاونو او ځمکې د ښویېدنې په پېښو کې شاخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي .

دا په تېرو څو لسیزو کې لومړي ځل دی چې په برازیل کې دغه ډول بارانونه کيږي، سیلاونه راوځي او ځمکې ښویېږي .

چارواکي وايي د وژل شويو کسانو شمېره ښايي لوړه شي ځکه چې یو شمېر خلک لا ورک دي .

په دې ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ژغورنې کارکوونکي په هغو غونډیو کې د خلکو په موندلو بوخت دي چې کورونه پکې په ځمکه کې خښ شوي دي .

ولسمشر لولا ډي سیلوا له خلکو غوښتي چې که د سیلاب له خطر سره مخامخ دي نو له خپلو سیمو دې ووځي .

سېلابونو ته څېرمه په جوکالو سيمه کې چارواکو ویلي سېلابونه هلته هم نهه تنه وژلي .

د ريو دي جنيرو ښاروال په سيمه کې د ټولو ښوونځيو د تړلو امر کړی او کاريګر يې وروسته له هغه چې سېبلابونو زياتره لويې لارې بندې کړې، هڅولي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي .

ټاکل شوې چې د برازيل برازيليا ښار د ۱۰۱۶ کال لپاره د المپيک د لوبو کوربه وي.

د ريو دي جنيرو والي سيرګيو کابرال سيمه ييزو خلکو ته ويلي چې له کورونو ونه وځي. چارواکو ويلي په روان کال کې ريو دي جنيرو ښار د ورته سېلابونو او شړقنده بارانونو شاهد و .

په تېره جنورۍ مياشت کې هم برازيل کې د ځمکې د ښويېدو له امله لږ ترلږه ۳۹ تنه وژل شوي ول.