په بغداد کې چاودنو ۲۸ تنه ووژل

بغداد
Image caption بغداد له تېرو څو ورځو راهيسې د خونړيو بريدونو شاهد دی.

په عراق کې د بېلا بېلو چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۸ تنه و‌ژل شوي ۷۵ تنه ژوبل شوي دي .

چارواکي په چاودنو کې د ګڼو ودانيو کې د ويجاړيدو خبره هم کوي .بريدونه دپلازمېنې په شيعه ميشتې مرکزې برخه کې شوي دي .

چاودنو د عراق له پارلماني ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې خاموشي ماته کړه .

په ټاکنو کې د عراق پخوانی لومړی وزير عياد علاوي چې په مذهب نه ولاړ يا سيکولر دی مخکې دی خو لا تراوسه هم نه ده روښانه چې د دغه هېواد راتلونکی حکومت به څوک جوړوي .

په سه شنبې لږ تر لږه دريو چاودنو د عراق په پلازمېنه بغداد کې ګڼې ودانۍ ويجاړې کړې .

د عراق د امنيتي ځواکونو وياند جنرال قسيم الموسوي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي بريد کوونکو د ښار په زړه کې اووه ځایه بريدونه کړي .

نوموړی وايي په دې بريدونو کې تر ډېره په کور د جوړو شوو چاودېدونکو توکو څخه ګټه اخيستل شوې .

بغداد په تېر کې هم د یو لړ خونړیو بریدونو شاهد و .

د تېرې يکشنبې په ورځ د بغداد به ترټولو لوکسه سيمه کې موټربم چاودنو لږ ترلږه ۴۰ تنه ووژل او تر ۲۰۰ ډېر نور يې ژوبل کړل .

د يکشنبې ورځې بريدونو موخه د ايران، مصر او المان سفارتونه ښودل شوي ول، خو د سفارتونو کارکوونکو ته کومه مرګ ژوبله پکې نه وه اوښتې.

ورته مطالب