سپينې ماڼۍ د پېښور بريدونه په کلکه وغندل

د پېښور د تېرې ورځې د بريدونو عکس ګورﺉ
Image caption د خیبر پښتونخوا ځینې برخې د مخالفو اسلام پاله وسله والو د فعالیت مرکزونه بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې له پوځ سره سختې جګړې ترسره کړي .

سپینې ماڼۍ د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید په کلکه غندلی، ددغه برید په ترڅ کې د کونسلګرۍ د ننه کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د دوو تنو ساتونکو او یو شمېر بریدکوونکو په ګډون اووه تنه پکې ووژل شول .

په دغه برید کې ګڼ شمېر ټپي شوي هم دي.

لومړی ددغې کونسلګرۍ سره په خوا کې یو لړ بریدونه وشول، او تر هغه وروسته د وسله والو برید کوونکو او امنیتي کسانو تر منځ یوه اوږده موده ډزې روانې وې، خو برید کوونکي پدې ونه توانېدل چې کونسلګرۍ ته ننوځي.

پاکستاني طالبانو ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې، د طالبانو یو ویاند ویلي امریکاییان ددوی دښمنان دي او په راتلونکې کې به هم امریکا مرکزونه د خپلو بریدونو موخه وګرځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند پي جې کراولي دغه بریدونه په کلکه وغندل :

((په پېښور کې زموږ لپاره ټول هغه امریکایي او سیمه يیز کارکوونکي چې زموږ په کونسلګري کې کار کوي خپل ارزښت لري . موږ دا ترهګریز برید غندو.

موږ ددې برید له امله ډېر په غصه او خواشيني یو، موږ د هغو پاکستاني امنیتي کسانو او پولیسو له کورنیو سره خپله خوا خوږي څرګندوو چې په دې برید کې ټپي او وژل شوي دي.))

تر هغه وړاندې څه دپاسه ۴۰ تنه په کوز دیر کې د هغې غونډې پر مهال ووژل شول چې د خیبر پښتونخوا د نوم د بدلېدو په ویاړ د عوامي نشل ګوند لخوا جوړه شوې وه. په دغه برید کې لسګونه نور ټپیان شول .

ددغه ګوند غړي مخکې تر دې هم د طالبانو د بریدونو ښکار ګرځېدلي دي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له بي بي سي سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان د بمي او ځانمرګو بریدونو په مخنیوي کې پوره هڅې نه کوي :

((که څوک دا هوډ ولري چې خلک ووژني او خپله هم ووژل شي، نو د مخنیوي لپاره یې ډېر لږ څه کېدای شي، موږ په خپله لوېدیځه پوله کې یو نیم لک سرتېري ځای پر ځای کړي دي، موږ تر خپله وسه هڅې کوو، خو ددې هر څه پر وړاندې په یوازې سر درېدل به د پاکستان لپاره یوه ننګونه وي.))

په داسې حال کې چې پاکستان وروستیو بریدونو او بمي چاودنو لړزولی، د هغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې مخالفین به وځپي، هغه وویل :

((په دې وروستیو کې ترهګري او سخت دریځي زموږ د هېواد د امنیت لپاره په یو ستر ګواښ بدله شوی . زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به د کار تر پایه له ترهګرو سره وجنګېږو، موږ تیار چې خپل ځان له خطر سره مخامخ کړو،خو دې ته تیار نه یو چې دا ستر ملت د ترهګرو په واک کې ورکړو.

خلک د ملت په غوښتنه راپورته شوي، موږ له هغو کسانو سره چې له تاوتریخوالي لاس اخلي سولې ته تیار یو، خو هغه کسان چې له دولت سره جګړه کوي موږ به هم د هغوی په وړاندې له زوره کار واخلو، حکومت به پدې خاوره کې پر بل هیواد د ترهګرۍ فعالیتونو د ترسره کولو اجازه هیچاته دا اهم ورنکړي او نه چا ته دا اجازه ورکوو چې زموږ حاکمیت ته زیان ورسوي.))

د خیبر پښتونخوا ځینې برخې د مخالفو اسلام پاله وسله والو د فعالیت مرکزونه بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې له پوځ سره سختې جګړې ترسره کړي .

همدا شان دغه ډلې دالقاعدې شبکې سره په همکارۍ او په افغانستان کې د طالبانو ډلې سره په وسله والو عملیاتو کې په لاس لرلو تورن بلل کېږي .

ورته مطالب