م. م پېښور کې د دوه ورځو لپاره خپل دفترونه وتړل

پېښور
Image caption ملګرو ملتونو ویلي چې له پېښوره يې ځينې خپل بهرني کارکوونکوي د څه مودې لپاره ايستلي دي.

د خيبر پښتونخوا په مرکزې ښار پېښور کې د تېرې ورځې تر بريدونو وروسته په دغه ښار کې ملګرو ملتونو خپل دفترونه د دوه ورځو لپاره تړلي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې دغه پرېکړه يې د خپلو کارکوونکو د امنيت د خونديتوب له امله کړې ده .

چارواکي زياتوي دوی خپلو کارکوونکو ته له خپلو کورونو څخه د کار کولو امر کړی .

په پېښور کې د ملګرو ملتونو يو شمېر ادارې د پرمختيايي او خير ښېګڼې چارې پر مخ بيايي .

ملګرو ملتونو وړاندې له پېښوره د ناامنيو له امله خپل ځينې بهرني کارکوونکي ايستلي وو .

په داسې حال کې چې د کډوالو نړيوالې ادارې ‎يواين ايچ سي ار د افغان کډوالو خپل هېواد د ستنېدو بهير پيل کړی، د ملګرو ملتونو نوې پرېکړه به د دوي او د ملګرو ملتونو د نورو ادراو پر کار څومره اغېزم وکړي، د ملګرو ملتونو يوه وياند قيصر افريدي په دې اړه بي بي سي ته وويل :

((د يو اين د پرېکړې سره سم د پېښور په چمکنو سيمه کې د يو اين ايچ سي ار دفتر د دوه ورځو لپاره تړل شوی، او دوه ورځې وروسته به دغه دفتر بيا پرانيستل شي. ))

هغه زياته کړه د ملګرو ملتونو له پرېکړې سره به د افغان کډوالو خپل هېواد ته د بېرته ستندو بهېر نه اغېزمنېږي.

نن جګپوړي امريکايي چارواکو په پېښور کې د امريکاهغې کونسلګرۍ ته ورغلل، چې تېره ورځ مرګوني بريدونه پرې وشول.

نن پېښور کې ټينګ امنيتي نيول شوی و .

د تېرې ورځې د بريدونو له امله نن د پېښور په بازارونو کې ګڼه ګوڼه نه وه، او پر سړکونو هم د ګاډو شمېر لږ و .

د تېرې ورځې له بريدونو سره د پېښور اوسېدونکي په وېره کې شوي، د پېښور يو تن اوسېدونکی ملک تاج بي بي سي ته وويل د تېرې ورځې بريدونو سخت اندېښمن کړی دی .

هغه زياته کړه وسله وال له وخت سره سم د بريدونو تکتيک بدلوي، او د تېرې ورځې بريدونه ډېر زړه بوږنوونکي وو .

ملک تاج وويل دوی دوی د خپلو ماشومانو په اړه ډېر اندېښمن دي .

بل خوا د کوز دير په تيمرګره ښار کې د پروني ځانمرګي بريد د مړو شمېر ۴۵ ته ورسېد .

تېره ورځ په تيمرګره کې د عوامي نېشنل ګوند د ناستې پرمهال ځانمرګی بريد وشو.

د ګوند غړي او ځايي خلک صوبه سرحد د خيبر پښتونخوا د نامه د بدلېدو د لمانځلو لپاره راغونډ شوي وو .

بل پلو پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې په تازه عملياتو کې يې په اورکزيو ايجنسۍ کې لږترلږه ۱۰ وسله وال وژلي او د دوی ځينې پټنځايونه يې له منځه وړي دي .

ورته مطالب