مخالفينو په قرغيستان کې سياسي واک ونيو

قرغزي مخالفين

په قرغيزستان کې مخالفين وايي دوی موقت حکومت جوړ کړی ، چې مشري يې د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره روزا اوتنبايوا کوي.

دغه هېواد يوه خونړۍ او له غوغا ډکه ورځ شاته پرېښوده.

د مخاليفونو مشرې وويل د دفاع او کورنيو چارو نوي وزيران يې ټاکلي دي.

هغه وايي نوی موقت حکومت به تر شپږو مياشتو پورې دوام وکړي او نوی اساسي قانون به جوړ کړي.

نوموړې زياتوي په هغه هېواد کې د امريکا او روسيې پوځي اډې د پخوا په څېر خپلو چارو ته دوام ورکولی شي.

ولمسشر قربان بېګ باکيف له پلازمينې وتلی خو ځای يې نه دی معلوم.

په پلازمينه بشکيک کې د شپې لخوا د ټوپکو ډزې اورېدل شوې.

دوکانونه چورتالا او سوځول شوي دي.

تر هغه مخکې لاريون کوونکو د پارلمان په ګډون پر دولتي ودانيو بريد وکړ.

دولتي چارواکي وايي په نښتو کې څلوېښت تنه وژل شوي ، خو مخالفين دا شمېره لوړه ښيي.

قرغيزستان د امريکا له لويو ملګرو څخه شمېر ل کېږي او د هغه هېوا له يوې هوايي اډې څخه په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته توکي رسوي.

د بي بي سي خبريال مېچل پې ، چې نوی له قرغيزستانه راستون شوی وايي په ښار کې پراخه بې ثباتي موجوده وه:

((هټۍ لوټل شوې، کله چې د پوليسو او اطفايې دفترونه ته ټېلېفون کویء نو هېڅ ځواب نشیء ترلاسه کولای، د بېړنيو حالاتو سروېس له کار لوېدلی، د څارنوال دفتر، د ملي امنيت دفتر ، پارلمان او د ولسمشرۍ ماڼۍ ټول د اور په لمبو کې سوځي. ))