قرغيزستان: مخالفينو پارلمان لغوه کړی دی

په قرغیستان کې د تېرې ورځې لاريون

په قرغيزستان کې مخالفينو پارلمان منحل کړی او پر ولسمشر يې ږغ کړی چې استعفی وکړي .

دا غوښتنه تر هغه تاوتريخوالي يوه ورځ وروسته شوې چې په پلازمينه بشکيک او نورو ښارونو کې يې د روغتيا وزارت په وينا 75 تنه مړه او تر زرو ډېر نور ټپيان کړل.

د مخالفينو مشره روزا اوتنبايوا چې د نوي موقت حکومت مشري کوي وايې په شپږو مياشتو کې دننه به په دغه هېواد کې ولسمشريزې ټاکني وشي .

ولسمشر قربان بيک باکيوف تښتيدلی او انګېرنه داده چې سويل ته به تللی وي .

مېرمن اوتنبايوا وويل ولسمشر لا تر دې دمه استعفا نه ده کړې خو هڅه کوي چې د هېواد په سوېل کې د ځان لپاره ملاتړ راغونډ کړي .

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يو وياند نيستيرينکو وايي په قرغزستان کې وروستۍ پېښې به له مسکو سره د هغه هېواد اړيکي کمزوري نه کړي .

((زه يوازې کولای شم ستاسې پام يوځل بيا زموږ د ولسمشر هغو ټکو ته راواړوم چې ويلي يې دي، قرغيزستان د روسيې يو ستراتيژيک همکار وو او لا به وي .

نو ځکه به روسيه په هغه هېواد کې پرمختګونه په ځانګړي غور وڅاري. ))

د مخالفينو مشرانو پر خلکو غږ کړی چې د پخواني حکومت هغه کسان نيسي چې ددوی په وينا د چهارشنبې د ورځي تر لاريونونو وروسته يې ماته خوړلې ده .

دوی په ځانګړي ډول د ولسمشر قربان بيک باکيوف د نيولو غوښتنه کړې .

دا معلومه نه ده چې تر دغو ناندريو وروسته به په هېواد کې د امريکا هوايي اډه فعاليت کوي او که څنګه ؟