شپږو سترو ځواکونو د ايران پر بنديزونو غور وکړ

نيويارک
Image caption شپږ ستر ځواکونه په نيويارک کې سره ټول شوي چې پر ايران خبرې وکړي

شپږو سترو ځواکونو پر ايران د ملگرو ملتو د نويو بنديزو د لگېدو په اړه د خبرو لومړى پړاو په نيويارک کې بشپړ کړ.

دوى وايي دا يې يوازې د خبرو پيل و. په ملگرو ملتو کې د امريکا، برتانيا، فرانسې او جرمني سفيران هڅه کوي په ملگرو ملتو کې داسې يوه پرېکړه راجوړه کړي چې ايران له دې امله و ترټي چې ولې يې د اټومي سونتوکو د توليد د بندولو لپاره د ملگرو ملتو غوښتنه له پامه غورځولې ده.

چين او روسيې له بنديزونو سره له خپل دوديز مخالفت سره سره په خبرو کې د گډون موافقه وکړه.

په ملگرو ملتو کې د بي بي سي خبرياله باربرا پلېټ وايي چې په ملگرو ملتو کې دغو سفيرانو څو ساعته غونډه درلوده او پر هغه متن يې خبرې کولې چې ښايي پر ايران يوې نوې بنديزې پرېکړې ته لار پرانيزي.

د خبرو په پاى کې هغوى خپله دغه هڅه گټوره وبلله، خو زياته يې کړه چې غونډې به په راروانو ورځو او اوونيو کې روانې پاتې شي.

چين له بنديزونو سره له ښکاره مخالفت سره سره په غونډه کې گډون درلود. تر غونډې وروسته ددغه هيواد سفير بيا هم ويل چې دا د ډېپلماتيکو هڅو يوه برخه وه او له دې ويلو نه ډډه وکړه چې چين به د لا سختو بندييزونو ملاتړ وکړي او که نه.

د روسيې دريځ

د روسيې سفير ويتالي چورکين هم وويل چې مسکو يو ډېپلماتيک حل غواړي.

خو هغه پر ايران غږ وکړ چې د ملگرو ملتو له خوا د جوړ جاړي لپاره شويو وړانديزونو ته ځواب ووايي. د هغو هدف ددې اندېښنې لېرې کول دي چې گواکې ايران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دى:

"ښاغلي چورکين وايي: فکر نه کوم په موږ کې دې هېڅوک د بنديزونو د لگولو غوښتونکى وي، څه چې موږ غواړو يو ډېپلماتيک حل دى. ايران ته ډول ډول رغوونکي وړانديزونه شوي چې خبرو ته رامات شي."

ايران ټينگار کوي چې اټومي پروگرام يې يوازې د سوله ييزو موخو لپاره دى، خو ددغو شپږو ځواکونو وړانديزونو ته يې گډوله غبرگونونه ښودلي دي.

ډېپلماتان وايي سفيران اوس د امريکا پر وړانديز غور کوي چې نښه يې د ايران ځواکمن انقلابي ساتونکي او دغه راز بيړۍ چلونه او بانکوالي ده.