د دوه ميليونه کاله پخوا انسانانو هډونه موندل شوي

سکېلټونه
Image caption ساينس پوهان وايي دا سکېلټونه روغ رمټ دي

سايسن پوهان وايي د دوو لرغونو ښو روغو ساتل شويو سکلېټونو څېړنه چې په جنوبي افريقا کې وموندل شول، ښيي چې دا د هغو ماقبل انساني انواعو يا "هومېنېډ" استازيتوب کوي چې مخکې نه و پېژندل شوي.

د يوې ښځې او يوه ځوان نارينه دا موندل شوي هډوکي نژدې دوه ميليونه کاله لرغونتوب لري.

په جنوبي افريقا کې سايسن پوهانو په تصادفي ډول يو بېسارى کشف وکړ او دا د هومونېډ يوه نوې بېلگه ده چې تر انسانانو مخکې پېر پورې اړه لري او آستراله پتېکوس سادېبا نومېږي.

د يوې بالغې ښځې او يوه ځوان هلک دوه سکلېټونه د فوسيل پېژندنې پوهاند، د هغه زلموټي زوى او سپي د يوې سمڅې په تېږو او خزلو کې وموندل. دا سکلېټونه به چې باور دى يو اعشاريه اووه ميليونه کاله لرغونتوب لري، دا مساله چې انسان څه ډول وده کړې، روښانه کړي.

د ويټ واټر سرانډ د پوهنتون استاد، پروفيسر لي برگر دغه هډوکي موندلي او پخپله وايي چې ولې يې دغه کشف دومره ارزښتناک دى:

" د له دې هډوکو نه برېښي چې ښايي د تدريجي ودې بڼه په اصل کې هغسې نه وي چې تر اوسه انگېرل کېده. دوى د مټو په څېر اوږده غړي لري چې انساني لاسونو ته ورته برېښي . د هغوى پښې هم اوږدې دي، لکه موږ يې چې لرو."

مهم پړاو

دا موندنه د انساني ودې په يوه خورا مهم پړاو کې شوې چې د لوسي په څېر د هومونېډ د لومړنيو بڼو او د انسان د نژدې اسلافو يا تکانا باى ترمنځ پړاو رانغاړي او دواړه ددغې لويې وچې په جلا جلا برخو کې موندل شوي دي.

د جنوبي افريقا مرستيال ولسمشر وويل دا موندنې په بشري تاريخ کې د افريقا د لويې وچې ارزښت په ډاگه کوي.

دا هډوک وزمه به د جوهانسبورگ شمال لوېدځو څنډو ته نژدې په هغه سيمه کې نندارې ته کېښودل شي چې د انسانيت ځانگو بلل کېږي.

د هغو موندنه په داسې يوه حساس پړاو کې شوې چې جنوبي افريقا ځان د فوټبال د نړيوالو اتلوليو لپاره د مېلمنو هرکلي ته چمتو کوي.