د چين زلزله ځپلې سيمه چينگهای

د چينهگايي ولايت ډير کورونه پاخه نه و

د چارشنبه په ورځ ( د اپريل ١٤ ) د چين شمال لویدیځ سيمه سختې زلزلې وځپله .

د زلزلې سیمه یعنی ((جیګو)) چې د یوشو مرکزي ښارګوتی ګڼل کیږي د چینګهای ايالت له مرکز څخه په سلګونو کیلو متر لېرې پرته ده.

چینګهای ولايت د چین په شمال لویدیځ کې دى، چې د وګړو یا نفوس شمېره یې شاوخوا پنځه میلیونو تنو ته رسیږي، له همدې امله ښايي د اوسنۍ زلزلې د تلفاتو شمېره د ځينو په گومان هومره لوړه نه شي چې په ۲۰۰۸ کال کې په سچوان ولایت کې شوې وه ، په هغې زلزلې کې تر نوي زرو تنو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په چينگهاي ولايت کې خلک د چين د نورو سيمو خلاف نژدې نه سره اوسيږي او شايد په همدې دليل هم د مرگ ژوبله شميره وروسته وروسته ډيره لوړه نه شي .

هلته تر اصلي زلزلې وروسته درې ځله بیا هم کوچنۍ زلزلې شوي، چې د مرستو رسولو چارې یې ورو کړې دي، په یوشو کې تېر کال یو هوايي ډګر جوړ شوی و ، چې اوس د زلزلې له امله سخت زیانمن شوی، او د ترمینل د نړېدو له امله الوتکې نه شي کولای هلته کیښني ، نو ځکه مرستې په چټکۍ سره نه شي ور رسېدلای.

د زلزلې سیمه له تبت سره په خوا کې پرته ده چې پخوا هلته تګ راتګ خورا گران و، ځينو به د څارويو سپرلۍ کوله او ځينو به موټر کارول .

لارې

خو په ۱۹۸۴ کال کې تر شینینګ پورې د اورګاډي لار پرانیستل شوه، چې د زلزلې اوسنی مرکز ورڅخه اته سوه کیلو متره لېرې پروت دی.

خو د چینګهای مرکز لاسا ته په ۲۰۰۶ کال کې د اورګاډي پټلۍ د ولمسشر هوجینتاو له خوا پرانیستل شوه، چې د څو ورځو مزل یې یوازې ساعتونو ته ورساوۀ.

د دغې سیمې خلک زیاتره په مالدارۍ او کروندګرۍ بوخت دي، او شاوخوا اتیا په سلو کې کورونه یې هم په پاخه او اساسي ډول نه دي جوړ شوي ، نو له همدې امله ویل کیږي چې پنځه اتیا په سلو کې کورونه یې د زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.

هلته خلک نه یوازې د زلزلې بلکې ورسره د ځمکې ښووېدنې، اوبو له کمښت او د ځنګلونو د له منځه تلو له ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي.

دغې سیمې ته هر کال په زرګونو سیلانیان ورځي، چې د خلکو د عایداتو لپاره ښه سرچینه بلل کیږي.

ورته مطالب