د مناس امريکايي هوايي اډه بېرته پرانيستل شوه

امريکايي اډه په مناس کې
Image caption د مناس امريکايي اډه افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته د اکمالاتي توکو د رسولو کليدي لاره بلل کېږي.

په قرغيزستان کې تر وروستي تاوتريخوالي وروسته د دغه هېواد په مناس ښار کې د امريکا هوايي پوځي اډه له لنډ وخت تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوې. دغه اډه په بشکيک کې تر يو لړ ترينګلتيا وروسته تړل شوې وه.

امريکايي چارواکي وايي چې د قرغيزستان په مناس کې د امريکا هوايي پوځي اډه بېرته پرانيستل شوې ده.

دغه اډه د قرغيزستان په بشکيک کې تر يو لړ تاوتريخجنو پېښو وروسته تر نامالوم وخت پورې تړل شوې وه.

د دغې اډې يوه تن وياند جګړن ريکاردو بودن رويټرز خبري اژانس ته ويلي د مناس اډه بېرته پرانيستل شوې ده.

دغه اډه له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې هله تړلې پاتې وه او هوايي الوتنې ترې نه کېدې، چې په پلازمېنه بشکيک کې تاوتريخجنو پېښو ۷۵ تنه ووژل او قرغيزي ولسمشر له پلازمېنې تېښتې ته اړ شو.

د قرغيزستان د نوي موقت حکومت مشرې روزا اوتونبايیف ويلي دغه اډه به پر خپل حالت پاتې وي چې په وينا يې حکومت يې د بدلون کوم نیت نه لري.

روسيې په قرغيزستان کې د خپلې اډې د ساتلو لپاره ۱۵۹ پوځيان لېږلي وو، خو يوه جګپوړي روسي چارواکي ويلي وو چې د مناس امريکايي اډه دې وتړل شي.

Image caption ((که زه نن بشکيک ته ستون شم، نو په امن کې نه شم پاتې کېدای، زه به ووژل شم. يا به مخالفین ما د خلکو منځ ته ورټېل وهي. او وايي به دغه دی هغه سړی چې پوليسو ته يې پرخلکو د ډزو امر کړی او دی د وينې تويولو مسؤول دی. ))

وړاندې په مناس کې د امريکا د هوايي اډې د تړلو امر په قرغيزستان کې يوه امريکايي پوځونو مشر کړی و.

خو د پوځ يوه وياند په دې اړه نور څه ونه ويل، خو دا يې زياته کړه الوتنې به هغه مهال بېرته له سره پيل شي، چې د قرغيزستان حالات دوی ته اجازه ورکړي.

د مناس امريکايي اډه افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته د اکمالاتي توکو د رسولو کليدي لاره بلل کېږي.

د دغه هېواد ولسمشر کورمان بيک باقييف چې د قرغيزستان په سوېل کې پټ دی، وايي دی وېره لري که چېرې پلازمېنې بکشيک ته بېرته ستون شي، وبه وژل شي.

ښاغلي باقييف له بي بي سي سره په خبرو کې وويل د هغو ناراميو له امله چې بهرنيانو پکې لاس درلود، له پلازمېنې وتلو ته اړ شو، خو په ځانګړې توګه يې د کوم هېواد نوم نه دی اخيستی.

ښاغلي باقييف يوځل بيا ټينګار وکړ، چې له خپلې دندې به لاس په سر نه شي او په وينا يې د مخالفينو لخوا د وسلو په زور راغلی حکومت د ټيکار راوستلو وړتيا نه لري:

((نه ، دا واقعيت نه دی، زه ولې د مخالفينو د يوې کوچنۍ ډلې د فشار له امله استعفا وکړم. هغه ډله چې غواړي د ټوپک په زور حکومت وکړي. زه پوهېږم په هېواد کې زياتره خلک نه غواړي چې زه له خپلې دندې استعفا وکړم.))

ښاغلي باقييف بشکيک ته بېرته د ستنېدو چاره له خطر نه ډکه وبلله:

زه به ووژل شم

((که زه نن بشکيک ته ستون شم، نو په امن کې نه شم پاتې کېدای، زه به ووژل شم. يا به مخالفین ما د خلکو منځ ته ورټېل وهي. او وايي به دغه دی هغه سړی چې پوليسو ته يې پرخلکو د ډزو امر کړی او دی د وينې تويولو مسؤول دی. ))

تر دې مهاله یواځې مسکو د قرغزستان موقت حکومت په رسمیت پېژندلی دی، مېرمن روزا اوتنبایوا چې ځان د قرغستان د موقت حکومت مشره بولي وايي د روسیې له لومړي وزیر ولادیمیر پوتین سره یې د مالي مرستو په تړاو په تیلیفون خبرې کړې دي:

((ښاغلي پوتین د حالاتو، او زموږ د اړتیاوو په اړه راڅخه وپوښتل، ما یې په ځواب کې ورته وویل هو ، موږ اقتصادي او مالي مرستو ته اړتیا لرو او زما مرستیال المسبیک اتمبایف چې د اقتصادي چارو مسؤول دی نن په مسکو کې دی.)) بلخوا د موقت حکومت لوی څارنوال باتیمیر ابرایف وآيي د ښاغلي بایکف د دریو خپلوانو پر وړاندې به پر خلکو د ګولیو ورولو د امر په تړاو قضیه پرانیزي.

((د قرمانبیک د دریو خپلوانو زانبیک باقیف، مرات باقیف او ماکسیم باقیف په ضد جنايي قضیه پرانستل شوې،ځکه موږ اوس داسې شواهد لرو چې ښيي دوی خلکو د ډزو کولو امر کړی و.))

قرغزستان په خپله خاوره کې روسي او امریکايي پوځي اډو ته ځای ورکړی، چې له امریکايي اډې یې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ته اکمالات کیږي.

ورته مطالب