تايلنډ: بنکاک کې تاوتريخجنو پېښو ۱۸ تنه ووژل

بنکاک
Image caption پوليسو پر لاريون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ کارولې دي.

د تايلنډ پلازمېنه بنکاک کې لږ ترلږه ۱‍۸ تنه په هغه څه کې چې د دغه هېواد په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو سخت سياسي کړکېچ بلل شوی، وژل شوي او تر ۸۰۰ ډېر نو ژوبل شوي دي.

د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې لږترلږه ۱۸ تنه په هغه څه کې چې د دغه هېواد په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو سخت سياسي کړکېچ بلل کېږي، وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

سرتېري او بلوا ضد پوليس هغه مهال له سره کميس لرونکو لاريون کوونکو سره سخت ونښتل، چې دغه لاريون کوونکي د راټولېدو له يوې سيمې وشړي.

امنيتي ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ کارولې دي.

د تايلنډ لومړی وزير ابهيسيت ويجاجيوا د تلوېزيون پر پرده راښکاره شوی او په وژل شوو کسانو يې خواشيني ښوولې ده.

خونوموړي له خپل واکه د ليرې کېدو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی .

د امريکا متحده ايالتونو د تايلنډ پر حکومت او مخالفې ټلوالې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي او حالات کنټرول کړي.

يوه مياشت لاريون

په تايلنډ کې امنيتي سرتېري هڅه کوي چې د حکومت ضد په غصه لاريون کوونکي کرار کړي .

لاريون کوونکي د لومړي وزير د استعفا او بېرته له سره د ټاکنو د ترسره کېدا غوښتنې کوي.

د سرو کميسونو لرونکو لاريون کوونکو د لاريون پرمهال له تیږو او ډنډو کار اخيست، او ان ځينو يې پر پوليسو اور غورځوونکي لاسي بمونه ورغورځول .

امنيتي ځواکونو له لاريون کوونکو وروسته له هغه چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په دغه ښار کې اړدوړ روان دی، د حالاتو د کرارۍ غوښتنه کړې .

چارواکي سيمه ييز تلوېزيونونه لاترينګلتيا ته د لمن په وهلو تورنوي او وايي چې ناسم او دروغ خبرونه خپروي.

په بنکاک کې د بي بي سي خبريال وايي د سرو کميسونو لرونکي لاريون کوونکو په تايکوم کې يوه ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې او غواړي چې د پوځ له يوه جګپوړي چارواکي سره کښېني .

وړاندې پوځ ويلي وو که لاريون کوونکي له تاوتريخوالي لاس وانخلي، پر ضد به يې له نورو تر دې سختو لارو کار واخيستل شي.

له ۲۰۰۶ کال وروسته کله چې لومړی وزير تاکسين شيناواترا له واکه ګوښه شو، په دغه هېواد کې سياسي کړکېچ په زياتېدو و .

ورته مطالب