د الوتکې د لوېدو له امله د پولنډ ولسمشر ووژل شو

د پولنډ ولسمشر
Image caption د پولنډ له ولسمشر سره په دې سفر کې ده غه ښځه او ځينې جګپوړي چارواکي هم مل وو.

په لوېديزه روسيه کې يوه الوتکه لوېدلې چې د پولنډ د ولسمشر لېچ کڅزينسکي پکې سپور و.

وروستي راپورونه وايي چې په الوتکه کې څوک ژوندي نه دي پاتې شوي .

وړاندې د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت ويلي و چې په الوتکه کې سپاره ټول ۱۳۰ تنه وژل شوي دي .

په دې اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي، د سمولنسيک ښار والي وايي چې د لومړنيو مالوماتو پربنسټ، په الوتکه کې ۸۵ تنه سپارل ول.

خو د روسيې د بېړنيو چارو وزارت له خولې ايتار تاس ويلي چې په پېښه کې ۸۵ تنه وژل شوي، او د پولنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په الوتکه کې ۸۹ تنه سپارل و.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزارت وياند بيوتر بازکوسکي ويلي ''الوتکه له يوې جګې ونې سره ټکر شوې، تر اور اخيستو وروسته ټوتې ټوټې شوې ده.''

وياند زياتوي د پولنډ له ولسمشر سره په دې سفر کې د دغه هېواد لوی درستيځ فرانشيزيسک جارون، د بهرنيو چارو وزارت سلاکار اندري کريمر او د مرکزي بانک يو چارواکی په دې سفر کې مل ول.

رپوټونه وايي چې دغه الوتکه په روسيه کې د توبوليف ۱۵۴ ډوله الوتکه وه.

الوتکه له وارسا څخه الوتې وه او د روسيې سمولينسک ښار ته روانه وه چې له بلاروس څخه شاوخوا ۱۰۰کيلومتره ليرې پروت دی.

Image caption پولنډ ويلي چې الوتکه په یوه ځنګل کې له يوې دنګې ونې سره ټکر شوې او رالوېدلې ده.

دا هغه مهال ولوېده چې په هوايي ډګر کې ناستې ته چمتو شوه .

له ښاغلي کڅزينسکي سره د هغه مېرمن ماريا، د مرکزي بانک مشر او د ولسمشرۍ د ټيم لوړ پوړي غړي هم وژل شوي دي .

دوی سمولينسک ته ددې لپاره روان و چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د پخواني شوري اتحاد د استخباراتي ځواکونو له لوري تر شل زره زياتو وژل شويو پولنډي سرتېرو د تلين په نمانځغونډه کې ګډون وکړي .

د سمولينسک ښار والي سيرګي انتوفییف روسي تلوېزيون ته ويلي چې به پېښه کې هېڅوک هم ژوندی نه دی پاتې شوی.

دی وايي "د لومړيو رپوټونو له مخې، الوتکه له يوې دنګې ونې سره ټکر شو، چې تر اور اخيستو وروسته پر ځمکه راپرېوته او ټوټې شوه."

پېښه له سمولينسک ښار نه شاوخوا ۱.۵ کيلومتره ليرې په خړه هوا کې پټه سيمه کې شوې ده.

د پولنډ حکومت بېړنۍ غونډه راغوښتې، چې د پېښې په اړه ژر تر ژره څېړنه وکړي.