سويلي کوريا افغانستان ته د ولايتي بيارغاونې ډله لېږي

له 2007 کاله راوروسته دا لومړی ځل دی چې کوريا افغانستان ته کارپوهان رالېږي او په دې سربېره د بيارغونې ډله جوړوي . له کلونو وروسته سويلي کوريا بيا زړه ښه کړی چې په افغانستان کې فعاليت پيل کړي خو وايي دا ځل به دغلته خپل سرتېري دولايتي بيارغونې د ډلې په چوکاټ کې ځای پر ځای کوي.

دغه هېواد همدا اوس اوس پېنځوس ملکي کارپوهان افغانستان ته استولي چې په کاپيسا او پروان ولايتونو کې به په روغتيايي او مسلکي برخو کې کار کوي .

دا له 2007 کاله را وروسته چې طالبانو د دغه هېواد 23 کارکوونکي يرغمل کړل، لومړی ځل دی چې کوريايي کارپوهان افغانستان ته ځي .

هغه مهال کوريا ددغه هېواد پر وګړو بنديز لګولی و چې افغانستان ته سفر نه شي کولای .

سويلي کوريا له شاوخوا درې کلن ځنډ وروسته په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د ګړندي کولو په موخه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې به د ولايتي بيارغونې ډله يا پي ار ټي جوړوي .

د کوريا د حکومت يو استازی يو پيو کيم وايي چې دبياروغونې دغه ډله به په پروان کې مېشېږي :

'' په دې توګه له کوربه هېواد افغانستان سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره کوريا پتېيلې چې په پروان ولايت کې د بيارغونې ډلې يا پي ار ټي جوړه کړي چې د بګرام يوه برخه به وي او د حکومتوالۍ ، روغتيا ، پوهنې او د کليو د پراختيا په برخه کې به کار کوي.''

دده وويل چې ولايتي بيارغونې ډله به دغلته د کرنې په برخه کې له خلکو سره مرسته کوي او د کرنې دپرمختګ لپاره به اسانتياوې برابرې کړي .

نوموړي وويل کورياپتېيلې چې په بګرام کې يو روغتون او د حرفوي زدکړو يو مرکز هم جوړ کړي .

د ښاغلي يو په وينا په روغتون کې به د نژدې ولايتونو پروان او کاپيسا د ناروغانو درملنه کېږي او په حرفوي مرکز کې به هم د همدغو ولايتونو خلکو ته بېلابېل کسبونه ور زده کړای شي.

سويلي کوريا له 2001 کاله راهيسې افغانستان ته تر 65 ميليونه ډالره ډېرې مرستې ورکړې دي .

د کوريا ۶۵ ميليون ډالر مرسته

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير کبير فراهي وايي چې کوريا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي:

'' افغانستان له کوريا سره خورا ښه اړيکي لرل او زه هيله لرم چې دغه اړيکي نور هم ژور شي ، په 2001 کال کې زموږ په هېواد کې د حکومتوالۍ او نورو حکومتي تاسيساتو په برخه کې خورا زيات بدلونونه راغلل چې د کوريا په ګډون د نړيوالې ټولنې په مرسته موږ خپل پرمختيايي پلانونه جوړ کړل . په همدغو کلونو کې کوريا د افغانستان په بيا رغونې فعاله ونډه درلوده او تر دې مهاله يې په بېلابېلو برخو کې 65 ميليونه ډالره لګولي دي .''

له 2007 کاله راوروسته دا لومړی ځل دی چې کوريا افغانستان ته کارپوهان رالېږي او په دې سربېره د بيارغونې ډله جوړوي .

دغه هېواد تر هغه وروسته افغانستان ته د خپلو عادي وګړو په تګ بنديز ولګاوه چې وسلوالو طالبانو يې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې 23 وګړي وتښتول .

خو له دې سره سره يې د ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې دوه سوه سرتېري تر دې مهاله په کار بوخت ول.