قرغيزي انقلابيانو د ولسمشر باقي يف د نيولو ګواښ وکړ

ښاغلی باقي يف
Image caption ښاغلی باقي يف تېره اوونۍ له يو لړ خونړيو پېښو وروسته له بشکيک نه جنوبي جلال اباد ښار ته وتښتېد.

په قرغيزستان کې لنډمهالی حکومت وايي چې د تښتېدلي ولسمشر کورمان باقي يف د نيولو لپاره به جنوبي جلال اباد ښار ته سرتېري واستوي.

مخکنی ولسمشر کورمان باقي يف تېره اوونۍ د يولړ خونړيو پېښو په لړ کې له پلازمېنې بکشک نه جنوبي ښار جلال اباد ته وتښتېده.

نوي موقت حکومت ويلي که چېرې ښاغلی باقي يف د سه شنبې ورځې تر پایه ځان تسليم نه کړي، پوځونو ته به د هغه د نيولو امر وکړي.

د موقتې ادارې يوه جګپوړي چارواکي عظيم بيک نازاروف ، چې دا مهال په موقته اداره کې د ملي امنيت وزير دی، ويلي " هغه ته مو وړانديز کړی، چې په ښکاره ډول استعفا وکړي، خو داسې ښکاري چې په جلال اباد کې له خپلو ملاتړو سره غواړي چې لاريون وکړي."

دغه چارواکي زياتوي: " د مخکني ولسمشر پرضد مو جنايي قضيه پرانيستې ده، که چېرې له لاريون وروسته خپل ځان تسليم نه کړي، نو د هغه د نيولو ګام به واخلو."

بيک نازاروف وايي اوسنۍ واکمنه اداره هوډ لري چې د اساسي قانون محکمه لغوه کړي، دا ځکه چې په وينا يې ناقانونه کارونه کوي.

د باقي يف زرګونه ملاتړو نن سه شنبه په جنوبي جلال اباد ښار کې لاريون وکړ .

ولسمشر باقي يف خپلو ملاتړو ته ويلي: " زما ځواک د خلکو په ډېروالي کې دی، نه زما په ځان کې."

تېره ورځ هم باقي يف د جنوبي ښار په يوه کوچنۍ سيمه کې له خپلو پلويانو سره لايون ته راوتلی و .

دا په تېره اوونۍ کې له واکه د هغه تر ليرې کېدا وروسته لومړی ځل دی، چې په ښکاره راوځي.

تېره اوونۍ په يو لړ تاوتريخجنو پېښو کې ۸۱ تنه ووژل شول .

باقي يف وايي چې اوسنۍ موقته واکمنه اداره د يوې ډلې په لاس کې ده، او دی به له نيول کېدو هم ونه وېرېږي.

نوموړی وايي چې لاهم د هېواد قانوني ولسمشر دی، خو بيک نازاروف وايي چې هغه اوس د قرغيزستان قانوني ولسمشر نه دی.

ورته مطالب