د افغانستان او عراق د جګړې په اړه م . م ته د ايران د ولسمشر ليک

ښاغلی احمدي نژاد
Image caption ايران د لوېديځ دا ادعا ردوي چې ګني اتومي فعاليتونه يې د پوځي موخو لپاره دی، تهران وايي چې له اتومي فعاليتونو يې مقصد سوله ييز اهداف دي.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد ملګرو ملتونو ته د افغانستان او عراق د جګړو د اهدافو څېړلو د پيل په اړه ليک استولی دی .

نوموړي ويلي په افغانستان او عراق کې د امريکا په مشرۍ د لوېديځوالو د روانې جګړې اهداف بايد وڅېړل شي.

د ملګرو متلونو د سرمنشي دفتر ويلي د ايراني ولسمشر دغه ليک يې لوستی، خو تر دې مهاله يې کومه غبرګون نه دی روښانه کړی.

محمود احمدي نژاد په دغه ليک کې له ملګرو ملتونو په عراق او افغانستان کې د جګړې د اهدافو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

احمدي نژاد ويلي چې په دغو روانو جګړو کې زياتره قربانيان ولسي وګړي دي، او ټينګار يې کړی چې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې د امريکا او شمالي اتلانتيک (ناټو) لخوا په کار اچول شوي وسايل او لارې چارې پاتې راغلې دي.

که څه هم د احمدي نژاد د دغه ليک د استولو اصلي انګيزه نه ده مالومه، خو داسې ښکاري چې پر ايران د امريکا او لوېديځ لخوا د اتومي فعاليتونو د زياتېدو او نويو بنديزونو د لګولو له خبرو سره هممهاله يې دغه ليک لېږلی دی.

ايران د لوېديځ دا ادعا ردوي چې ګني اتومي فعاليتونه يې د پوځي موخو لپاره دی، تهران وايي چې له اتومي فعاليتونو يې مقصد سوله ييز اهداف دي.

وړاندې ايران اعلان کړی و، چې د يورانيمو د بډايولو چارې به چټکې کړي.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د ايران سفير محمد خزاعي د تېرې دوشنبې په ورځ ويلي د اتومي فعاليتونو په اړه د واشنګټن نوی سياست د دولت ترهول دي.

تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو چې هېواد يې د اتومي وسلو د سرکيو د کمولو هوډ کړی، چې په دې برخه کې يې له روسيې سره يو هوکړه ليک هم لاسليک کړ.