مدويدف: روسيه افغانستان ته پوځيان نه لېږي

ښاغلی مدويدف
Image caption ديمتر مدويدف وايي د افغانستان سياسي نظام بايد تقويه شي، چې په وينا يې هلته به تل امريکايان نه پاتې کېږي.

روسيې ويلي افغانستان ته به پوځيان ونه لېږي.

د روسيې خبري اژانس ايتارتاس ويلي د روسيې ولسمشر ديمتر مدويدف دا خبره د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د بروکينګز انستېتيوت د ليدنې پرمهال کړې ده.

نوموړي ويلي: "موږ په افغانستان کې د شوروي اتحاد پرمهال د خپل فعاليت تاريخچه لرو، دا زموږ لپاره په تېر کې يو ډېر سخت وخت و او زه ډاډمن نه يم چې زموږ ټولنه دې هلته د دا ډول څپرکي بېرته پرانيستو ته زړه ښه کړي. "

د روسيې ولسمشر زیاتوي روسيه په افغانستان کې د ثبات او ټيکاو راوستو په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره همغږې ده او له لوېديځو هېوادونو سره هوډ لري چې په پوځي برخه کې نه، بلکې په بشري حقونو او بيارغاونه کې برخه واخلي.

نوموړي ويلي هېواد يې افغانستان ته د بهرنيو پوځيانو د اکمالاتي توکو په ترانزيت کې رغنده رول لري.

ديمتري مدويدف وايي د افغانستان سياسي نظام بايد تقويه شي، چې په وينا يې هلته به تل امريکايان نه پاتې کېږي:

" اوس تر هرڅه مهم د افغانستان د سیاسي نظام تقويه کول دي، په افغانستان کې امريکايان د تل لپاره نه شي پاتې کېدی، له دغه هېواده د امريکا تر وتلو پورې بايد د افغانستان سياسي نظام خپلواک او پر خپلو پښو ودرېدی شي."

روسي ولسمشر ويلي که څه هم وړاندې د وخت شوروي اتحاد هڅه کوله، چې په افغانستان کې يو ټينګ سياسي نظام راولي، خو په دې برخه کې هغه پاتې راغی:

"نن هڅه دا ده چې په افغانستان کې يو داسې اغېزناکه او پرځان بسيا حکومت جوړ شي، چې نورو ته د لاسنيوي اړتيا ونه لري."

د روسيې ولسمشر ويلي تر اوسه د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې ډېر لږ پرمختګ شوی.

دی وايي چې د امريکا په پرتله روسيې ته د نشه يي توکو د قاچاق او توليد ډېر زيان رسېږي.

وړاندې هم روسيې ويلي وو چې په تېرو څو کلونو کې افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې تګلاره ناکامه وه.

ښاغلي مدويدف ویلي روسيه او امريکا په ګډه هڅه کوي په افغانستان کې يو باثباته حکومت رامنځ ته او افغانانو ته د ارامه او هوسا ژوند اسانتياوې برابرې شي:

"موږ يوځای د سياسي ثبات په برخه کې کار کوو، چې د افغانستان ملي اردو او پوليس پياوړي شي او په دغه هېواد کې د بېخ بناوو او فابريکو د عصري کېدو په تکل کې يو. "

ورته مطالب