امريکا پر ايران بنديزونو ته د چين همکاري غواړي

د اتومي وسلو د خونديتوب سرمشريزه
Image caption نن د اتومي وسلو د خونديتوب د سر مشریزې دوهمه ورځ ده چې په واشنګټن کې تر سره کيږي.

امریکايان په ښکاره داسې احساس کوي چې پر ايران د نويو بنديزونو پر موضوع يې چين يو څه پر مخ خوځولى دى .

خو ډير محتاطه او مستعده چينايان د ولسمشرانو اوباما او هو ترمنځ غونډه داسې څيړي چې لا هم ډيره ديپلوماسي په مخ کې شته او ځانگړې نتيجه لا هم واضح نه ده .

خو پر تهران باندې د بنديزونو پر سختولو د چين شک او د ايران پر مسالې د چين ځانگړى نظر ، چې د ايران پر تيلو د چين تکيه هم پکې خپل رول لري ، ډير څه نه دي بدل کړي .

خو په دې وروستيو کې د واشنګټن او چين تر مينځ اړيکې ښې شوې دي.

هغه چې شکمن دي د ايران په باب دا تگلاره به داسې انگيري چې دواړو ته د منلو وړ ده او د اوباما د اداراې لپاره چې پرمختگ ته بې صبره ده شايد د اوس لپاره مناسبه وي

دا ټول د دې څرګندوينه کوي چې دا يو ډير پيچلی خو بحراني، دوه اړخيزه ملگرتيا او تر ډيره د دواړو هيوادونو او حتی نړی لپاره مهمې اړيکي دي.

پر تايوان د وسلو خرڅولو او د ځينو نورو شيانو د اسعارو د بييو په سر د لانجې ګډون له څو نا ارامه مياشتو وروسته واشنګټن او بيجينگ ښکاري چې سره همکار واوسي او پر مثبت اړخ ټينگار وکړي.

دا چې ښاغلی هو واشنګټن ته د دې غونډې لپاره رغلی دی دا په خپله مثبته نخښه ده ،د هغه راتګ په شک کې وه.

د چين مشرتابه په نړيوال دريځ يا ستيج کې خپل ځان لا ډير جوتوي .

خو که څه هم دوى د خپل مخ په ډيريدونکي نړيوال دريځ څخه خبر دي په دې هم پوهيږي چې لا هم ډير محدوديتونه شته دي.