شرکتونه: اورشيندی د ورځې ٢٠٠ ميليون ډالره تاوان اړوي

الوتکې
Image caption د اروپا ډيرى هوايي ډگرونه له ولاړو الوتکو ډک دي چې الوتى ترې نه شي .

نړيوال هوايي شرکتونه وايي د ايسلند د اور شيندو غرونو له بوټيدا او لوگيو له امله دوى هره ورځ شاوخوا دو ه سوه ميليونه ډالره تاوان کوي .

په جينيوا کې د هوايي ترانسپورت نړيواله ټولنه وايي دا لگښت يوازې د الوتکو د نه پورته کولو له امله دى .

ټولنه دا هم وايي چې د دوى حساب لومړنى دى او محتاط دى چې شايد اصلي تاوان تر دې هم ډير وي .

دغه ټولنه زياتوي د الوتکو د نه الوت له امله چې د الوتکو د ځاى پر ځاى کيدو او د سپرليو د سمبالولو چارې هم حساب شي نو د دوى لگښتونه تر دې هم ډيريږي.

استازې ټولنه

دغه ټولنه چې د نړۍ د څه باندې دوو سوو هوايي کرښو استازيتوب کوي وايي چې دوى په کانادا کې بيړنۍ غونډه کوي چې پر دغې مسالې خبرې وکړي .

د کانادا په غونډه کې به په هغو لارو چارو خبرې کيږي چې څرنگه له هوايي شرکتونو سره مرسته وشي .

د اورشيندي غرۀ له بوټيدا وروسته پورته شويو لوگيو د اروپا په ډيرو هيوادونو کې الوتکې پر مځکه کښېنولي دي .

د برتانيا په تر ټولو لوى هوايي ډگر هيترو کې چې هره ورځ پکې ١٣٠٠ الوتکې کښيني يا پورته کيږي په تيرو څلورويشت ساعتونو کې په بشپړه توگه د الوتکو الوت ته تړلى و .

ورته مطالب