ملګرو ملتونو د بېنظير بوټو د وژنې په اړه پلټنې خپرې کړې

اغلې بوټو
Image caption مېرمن بېنظير بوټو د پاکستان د ولمسشر اصف علي زرداري مېرمن، د پيپلز ګوند مشره او د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره وه . نوموړې دوه کاله مخکې د پاکستان په راولپنډۍ کې د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې د خپلو پلويانو يو غونډې ته د وينا پر مهال ووژل شوه .

د پاکستان د پيلپز گوند د پخوانۍ مشرې بېنظير بوټو د وژنې په اړه د ملگرو ملتونو ريپورټ د پخواني پوځي مشر پرويز مشرف پر ادارې چې هغه مهال په واک کې وه سختې نيوکې کړې دي.

داغلې بوټو د وژنې په اړه دغه څېړنيز ريپوټ ته له اوږدې مودې راهېسې انتظار کېده.

ريپورټ وايي دوه کاله وړاندې چې بېنظير بوټو اسلام اباد ته نژدې خپلو پلويانو ته وينا کوله، که يې د چارواکو له خوا ښه امنيت نيول شوى واى ، ښايي نه به وای وژل شوې.

د بېنظير بوټو د وژنې په اړه د پلټنې د کمېسيون مشر هېرالډو منوز وايي پاکستاني چارواکي د بوټو د وژنې په پلټنو کې سستي کړې ده:

((يو شمېر پاکستاني چارواکي په خپلو هڅو کې په ژوره توگه پاتې راغلي دي .

لومړی دا چې دوى بېنظير بوټو ونه شوه ژغورلى او دويم دا چې د هغو کسانو کلکه پلټنه يې ونه کړه چې د بېنظير بوټو د وژنې شک پرې کېده.

دوی نه يوازې په دې اړه چې هغه په څه ډول ووژل شوه ، بلکې د وژنې د پلان او د مالي سر چينو په اړه هم پلټنه ونه شوه کړای . ))

د بېنظير بوټو ګوند د هغه وخت د پوځي حکومت په چارواکو باور نه درلود نو ځکه د دې تر مرګ وروسته د نوموړې کونډ خاوند له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په دې اړه پلټنې وکړي .

پلټونکي پلاوي ويلي بېنظير بوټو تر دې مخکې هم يو ځل له يوه مرګوني بريد څخه روغه وتلې وه خو له هغه وروسته يې هم امنيت ته ډېر پام نه و شوی .

د ملګرو ملتونو پلاوي دغه پېنځه شپېته مخه ريپوټ د پنجشنبې پر ماښام په نيويارک کې خپور کړ.

ريپوټ دوه اونۍ مخکې بشپړ شوی و خو تر دې مهاله د ولسمشر اصف علي زرداري په غوښتنه ځنډول شوی و.

بېنظير بوټو دوه کاله مخکې په راولپنډۍ کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال ووژل شوه چې د هغه وخت حکومت يې پړه دپاکستان پر طالب مشر بيت الله مسېد ور واچوله .