اورشيندنې د اروپايي هوايي چلند ته خنډ پېښ کړی

د ايسلنډ اورشيندنه
Image caption په ايسلنډ کې د تېرو څه باندې دوو سوو کلنو په ترڅ کې دا تر ټولو سخته اورشيندنه ده چې دا مهال يې د اروپا په ډېرو برخو کې هوايي چلند له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

هغه ورځ دايسلنډ د اورشيندو غرونو پورته کېدونکو دوړو او دود، د اروپا ډېره فضا بنده کړه له وړاندې لا د ايرو پنجشنبه نومول شوې ده .

دغې پېښې تر يو ميليون زيات مساپر اغېزمن کړي او داسې ښکاري چې راتلونکو څو ورځو کې به هم د الوتنو پر وړاندې دغه خنډ پر ځای پاتې شي او د ا يو هيله من نظر دی .

ځيني ساينسپوهان او تاريخ پوهان د ايجافجلاجوکول ((Eyjafjallajokull )) په نامه تر وارو ولاندې اوشيندی غر د وړاندوينې وړ نه بولي چې له 1821 کاله راهيسي ويده پروت دی.

په ايسلنډ کې تېرځل اورشنيدی غر څه باندې دوه سوه کاله مخکې راخوټېدلي وو چې د هېواد تر پولو ډېر ها خوا يې هم خپل اغېز پرېښی و.

دغه راز دغې اور غورزونې د ايسلنډ ډېرې ابادې سيمې ويجاړې کړې، ډېرې کروندې يې له منځه يوړې ، څاروي يې ووژل او پراخې کاختۍ يې رامنځته کړې .

دغې چارې د اورپا اقتصاد هم اغېزمن کړ او د ځينو تاريخپوهانو په وينا له دې امله د خوراکي توکو رامنځته شوي لږوالي د فرانسې انقلاب ته لاره هواره کړه.

په نړيوال اقتصاد کې به ددې ناوړه اغېزې په دې پسې تړلې وي چې هوايي چلند به تر څه وخته له خنډ سره مخامخ وي ؟

هغه سوداګريز توکي چې په الوتکو کې لېږدول کېږي که خپل ځای ته ژر و نه رسول شي خراب به شي .

د اورشيندنې د چارو ايسلنډي څېړونکي وايي چې دودنه په اسمان کې اوه ميله پورته لوړ شوي دي.

په بريتانيا کې د فضايي څېړنو د ادارې انځورونه ښيي چې دودونه په خپل ځان کې بيا بيا راغبرګېږي ، ‌ډېرېږي او نور هم پسې پراخ شول چې په اسمان کې يې د لوېديزې اروپا په کچه لويه سيمه ونيوله.

دغه ستونزه د باد د تګلوري له امله را ولاړه شوېده .

د دوړو کتلې له باد سره روانې دي او اوس اوس د ډېر فضايي فشار له کبله د هوا مخ تر ډېره د شمالي او لوېديزې اروپا لوري ته دی.

د اور غورزوونکي دوړې او لوخړې د الوتکو لپاره ډېرې خطرناکې دي ځکه نرۍ دوړې هم کولای شي چې د جټ الوتکې کار شنډ کړي ،د څرخېدونکو ماشينونو منځته ننوزي او هغه دروي .

دغه چاره د بريتانيايي د هوايي کرښو د بويينګ 747 ډوله الوتکې په ګډون په دوو الوتکو کې پېښه شوې وه، چې په 1982 کال کې يې په اندونيزيا کې د اورغوزېدلو له امله رامنځته شويو دوړو او غبار کې الوتنه کړې وه .

د دواړو الوتکو څلورو واړو ماشنينونه درېدلي ول او تر هغه وړاندې چې ماشينونه يې بېرته کار پيل کړي او بېړنۍ ناسته وکړي يوولس کيلومتره لاندې رالوېدلې وې .

دغه راز د اورغورزوونکو دوړې کولای شي چې د پيلوټ د کابين د مخې هېندارې زيانمنې کړي ، برېښنايي فيوزونو او د څراغونو پوښونو ته زيان واړوي.

د ايسلند د اورشيندي لوخړې په اسمان کې له 6 تر 11 کيلومترو پورې لوړې تللې او دا دقيقا هماغه لوړوالی دی چې الوتکې پکې الوزي .

دغه لوخړې له ايسلنډه پرته په نورو هغو هېوادونو کې، له ځمکې څخه په سترګو نه ليدل کېږي چې د الوتکو الوتنه پکې بنده شوې ده او په عادي سترګو ددغو لوخړو ليدنه ګرانه ده .

چارواکي وايي چې دا د ډېرو خلکو لپاره کومه لويه روغتيايي ستونزه نه جوړوي ځکه دغه لوخړې لوړې دي خو د اورپا په ځينو سيمو کې خلک له يوه داسې خراب بوی څخه سرټکوي چې د خرابې شوې هګۍ غوندې ګوګړو تيز ابي بوی ته ورته دی.

خو له دې سره سره هغه خلک چې د ساه په ناروغيو اخته دي چې هوايي نلونه او سږي يې پړسېدلي وي او يا يا ساه بندي ولري هغوی ښايي تر نورو ډېر دغه احساس وکړي .

دوی بايد له ځانه سره د مصنوعي تنفس کولو اله او دارو درمل ورګرزوي .