امريکايي محکمې د يوه افغان امام د ایستلو امر کړی

جومات
Image caption پرملا احمد ويس افضلي چې په امريکا کې د دايمي اوسېدو پېژندپاڼه لري دخپل وکيل سره تر يو ډول معاملې وروسته دشپږو مياشتو لنډ بند راووت خو دپيسو په ضمانت خوشی شو و.

امريکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کي د افغانانو د مسجد پخوانی ملا احمد ويس افضلي ته امر کړی چې په درو مياشتو کې به له امريکا څخه وځي.

ملا احمد ويس افضلي په دې تور چې د امريکا مرکزي څارګرې ادارې يا ايف . بي. آی ته يې د نيويارک د ښاري اورګاډي د نظام د ويجاړولو د دسيسې په باب رښتيا نه وو ويلي، له تېر مني راهيسې د نيويارک په زندان کې بندي و.

دغه اعلان د نيويارک د ښار د بروکلين په محکمه کې قاضي د هغه د زندان څخه دخوشي کېدو له امر سره سم وکړ.

وايي چې د نجيب الله ځاځي د قضيې په پلټنه کې يې رښتيا نه وه ويلي امريکايي چارواکو ادعاکړې وه چې نجيب الله ځاځي د نيويارک دښاري اورګاډي د ويجاړولو نيت درلود.

څارنوالان وايي چي ملا احمد ويس افضلي نجيب الله ځاځي ته په ټيليفون کې خبرداری ورکړی و چې دی د حکومت له خوا څارل کېږي .

سرکاري لګول شوی تور وايي چې تردې خبرې وروسته ځاځي له بريده لاس واخيست او په يوه ځغاسته د نيويارک له ښاره مخ پر کور د کولراډو په ايالت کي د ډنوار ښار ته تللی و.

Image caption د نجيب الله ځاځي تر پېښي وروسته د راپورونو له مخې د امريکا څارګرې ادارې په نيويارک کې په لسګونو افغانان بېله قانوني ثبوته زنداني کړي او ځينې هم ورک شول چې د افغانانو د اندېښنو د کمولو په نيت د ايف .بي آی ځايي چارواکو د افغانانو له مخورو سره ځانګړې غونډه وکړه.

پرملا احمد ويس افضلي چې په امريکا کې د دايمي اوسېدو پېژندپاڼه لري د خپل وکيل سره تر يو ډول معاملې وروسته د شپږو مياشتو لنډ بند راووت خو د پيسو په ضمانت خوشی شو ی و .

ده په تېره ميلادي مياشت کې رسنيو ته ددغه تړون لاسليک د خپل مرګ دتړون دلاسليکولو سره برابر وباله. وې ويل چې زه د شکر په خطرناکه ناجوړۍ اخته يم نو له امريکا څخه بهر بېله مرګه د سمې درملنې هيله نه لرم.

د خبرونو له مخې نجيب الله ځاځي پر ځان د درې سره لګول شويو تورونو پړه ديوې معاملې په ترڅ کې پر غاړه واخيسته چې د امريکا حکومت به سپکه سزا ورکړي.

پر ده د پراخې ويجاړۍ د وسلو د استعمال دسيسه، په بهرني هېواد کې د قتلونو هوډ او القاعدې ډلې ته د جنګي توکو د برابرولو درې تورونه شامل دي.

وايي چې دراتلونکي ميلادي جون په مياشت کې به د عمر قيد سزا پرې وخېږي.

د نجيب الله ځاځي تر پېښي وروسته د راپورونو له مخې د امريکا څارګرې ادارې په نيويارک کې په لسګونو افغانان بېله قانوني ثبوته زنداني کړي او ځينې هم ورک شول چې د افغانانو د اندېښنو د کمولو په نيت د ايف. بي. آی ځايي چارواکو د افغانانو له مخورو سره ځانګړې غونډه وکړه.

د ويلو ده چې په دغه وخت په نيويارک سيمه ييزې او نړيوالۍ رسنۍ تر ډېرو هلو ځلو وروسته هم په دې ونه توانېدې چې د افغانانو اندېښنو ته انعکاس ورکړي .