چين: په زلزله کې د وژل شوو شمېر ۱۱۴۴ ته ورسېد

په چين کې زلزله ځپلې سيمه
Image caption چيني چارواکي وايي چې سلګونه کسان لاهم تر خاورو لاندې پاتې دي.

چين ويلي د دغه هېواد په کوينګهای سيمه کې په تېره اوونۍ کې د شوې زلزلې له امله د وژل شوو شمېر تر زرو واوښت .

د چین د بېړنيو پېښو او ژغورنې د ادارې وياند ويلي په زلزله کې د وژل شوو شمېر ۱۱۴۴ تنو ته رسېدلی، ۴۱۷ نور لاهم تری تم دي، او کابو ۱۱۷۴۴ نور کسان ټپيان شوي دي.

دغه اداره وايي چې زرګونه کورنۍ بې کوره دي چې په ډېر يخ کې شپې تېروي.

د ژغورنې عملیات

د چين لومړي وزير وين جياباو د تبت زلزلې ځپلې سيمې ته ورغلی او هلته يې د نړېدلو کورنو د بېرته رغونې ژمنه کړې ده.

ښاغلي جياباو ويلي : "حکومت به د بېرته رغونې په برخه کې تر خپله وسه هڅه وکړي . "

په سيمه کې د ژغورنې ډلې تر خاورو د لاندې کسانو په رايستلو بوختې دي .

په دغه زلزله کې شاوخوا ۱۵ زره کورونه ويجاړ شوي، چې زرګونه بې کوره خلک د مرستو په تمه ناست دي.

د تېرې جمعې په ورځ زلزلې ځپلې غرنۍ سيمې ته ځينې مرستې رسېدلې، خو کفايت نه کوي .

په دغو مرستو کې کمپلې، کېږدۍ، درمل او خوراکي توکي و، خو د ژغورنې مامورين وايي چې لانورو او چټکو مرستو ته اړتيا ده.

په چين کې د بي بي سي خبريال داميان ګراماتېکس، چې زياتره زلزله ځپلې سيمې يې ليدلې، وايي په زلزله ځپلو سيمو کې يې لومړی د بودايانو پر ويجاړو شوو معبدونو او دوکانونو سترګې ولګېدې.

ورته مطالب