د امريکا لومړی واکمن د نيويارک د کتابتون پوروړی دی

جورج واشنګټن
Image caption اوس د نيويارک د کتابتون ټولنه وايي چې د کتاب د ځنډ جرمانه نه غواړو خو که حق حقدارته ورکول کيږي نو هغه کتابونه دي بېرته وروسپاري.

که څه هم ځينې امريکايان داسې فکر کوي چي جورج واشنګټن هېڅ دروغ نه ويل، خو له دې پېښې داسې مالومېږي چې که د دروغو يې مزل هرڅومره اوږد هم وي اخر لنډېږي او رسوا کېږي.

د امريکا دغه لومړي واکمن په ميلادي کال ۱۷۸۹ د اکتوبر پر پنځمه د نيويارک د ښار دمنهاټن د هغه وخت له يوازېني کتابتون څخه دوه کتابونه د لوستلو په نيت امانت اخيستي ول.

جارج واشنګټن دوه کتابونه د ملتونو قانون او د نړيوالو اړيکو ويناوې د امانت اخيستلو په وخت کې دومره هم ځان نه دی زهير کړی چې په خپل نامه يې ثبت کړي.

د عنوانو څنګ ته يې په تلوار ليکلی چې (ولسمشر) مانا دا چې يوازې دومره وښيي دا کتابونه د چا په لاس کې دي .

دواړه کتابونه چې د دوو مياشتو لپاره ده امانت اخيستي وو، خو وروسته يې ‎ خاشه پرې تېره کړې او کتابتون ته بېرته ترنن ورځې پورې نه دي ورکړي.

د کتابتون چارواکي وايي چې د کتابونو دځنډ جرمانه تر اوسه پسې قيد ده.

دغه خبر هغه وخت خپور شو چې دکتابتون چارواکو د هغه زمانې د ثبت د کتاب متن کمپيوټري کاوه.

اوس د نيويارک د کتابتون ټولنه وايي چې د کتاب د ځنډ جرمانه نه غواړو خو که حق حقدارته ورکول کېږي نو هغه کتابونه دي بېرته وروسپاري.

د ځينو په قول وايي چې ښايي کتابتون نه غواړي د امريکا پر حکومت چي اقتصاد يې د لويه سره هم لوېدلی دی بل پېټی پر اوږو ور وغورځوي.

دغه خبر د هغو کسانو لپاره ښه نه ګڼل کېږي چې د ۱۸ مې پېړۍ د سياسي کتابونو د لوستلو سره لېوالتيا لري.

څېړونکي وايي چې د امريکايانو هغه لېست چې دوی يې د امريکا لپاره د جورج واشنګټن د برياو لړليک بولي نو دا دوې نيمګړتياوې هم بايد پکې ځای کړي.