''په عراق کې د القاعدې دوه مشران وژل شوي''

د القاعدې د دوو مشرانو د وژنې خبر لومړی وزير نوري المالکي ورکړ.

ده وويل دوی دبغدا په شمال لوېديځ لرې پرته سيمه کې پر يو کور چې دوی په کې اوسېدل، د شپې مهال په يو بريد کې راګير شوي وو او ووژل شول.

ښاغلي مالکي پخوا هم دې ورته خبرتياوې ورکړې دي، خو دا ځل د امريکا پوځ يوې اعلاميې هم له دغه خبر سره موافقه کړې او نور تفصيل یې هم ورکړی.

په عراق کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال (رې اوډيېرنو) وويل د دغو دوو کسانو وژنه له هغه راهيسې چې په عراق کې اورپکي پيل شوې دا القاعدې ته يو ستر ګوزار و.

دا خبر د لومړی وزير المالکي لپاره په يو ښه وخت کې راځي.

نوموړی د يو نيمې مياشتې مخکې ټاکنو په پايله او د نوي حکومت جوړونې لپاره په هلوځلو کې د خپلې دندې ساتلو مبارزه کوي.

د ده په مشرۍ هغه ايتلاف چې عمده برخه وال يې شيعه ګان دي، له خپل سيکيولر يا پر مذهب نه ولاړ سيال اياد علاوي نه دوه څوکۍ وروسته راغی.

اوس يوې قضايي ډلې په بغداد کې د رايو بيا وېشنې امر کړی، چې د عراق د ټاکنو تر ټولو ستره سيمه بلل کېږي.

ان ډېر وړوکی بدلون هم کېدی شي رايو پله د ښاغلی مالکي په لور ورکږه کړي، چې په بايله کې به يې نوموړي ته د راتلونکی حکومت جوړولو دنده سپارل کېږي.

دا چې دی به وتوانېږی خبلې موخې ته د رسېدو پر لار، يو پراخ ايتلاف راغونډ کړي، چې دی اړتيا هم ورته لري، لا تر اوسه باوري نه ده.

ورته مطالب