د ارجنټاين پخوانی پوځي واکمن په ۲۵ کاله بند محکوم شو

جنرال بېګنون
Image caption محکمې ويلي چې جنرال بېګنون د ۵۶ کسانو په وژنه، تښتونه او ځورونه تورن دی .

په ارجنټاين کې يوې محکمې د دغه هېواد وروستۍ پوځي واکمن (جنرال رېنالډو بېګنون) په (۲۵) کلونو بند محکوم کړی دی.

دغه حکم د ۵ مياشتنۍ محکمې په پای کې شوی چې جنرال بېګنون په کې د ۱۹۷۰ کلونو په وروستيو کې د (۵۶) کسانو په ناقانونه بند او ځورونه ګرم وکڼل شو.

محکمې دوو نورو جنرالانو ته او دريو نورو پخوانيو پوځي چارواکيو ته ورته سزا ورکړې ده.

۸۲ کلن بېګنون د 1978 او 1979 کلونو ترمنځ د ارجنټاين د ګڼو خلکو په تښتونه هم پړ بلل شوی.

د نوموړي د محاکمې پرمهال د وژل شوو خلکو خپل خپلوان هم ورغلي ول او خوشالۍ يې کولې .

محکمې د شپږو نورو پخوانيو تورنو چارواکو په اړه هم پرېکړه کړې ده .

Image caption د نوموړي د محاکمې پرمهال د وژل شوو خلکو خپل خپلوان هم ورغلي ول او خوشالۍ يې کولې .

محکمې ويلي چې جنرال بېګنون د ۵۶ کسانو په وژنه، تښتونه او ځورونه تورن دی .

د محکمې د پرېکړې اورولو پرمهال د بشري حقونو يوې مشرې استيلا دي کارلوتو وويل : د نوموړي په اړه عدالت ډېر ورو روان و، خو دا دی نن يې پرېکړه وکړه. ".

د بشري حقونو فعالين او ټولنې وايي هغه مهال کابو ۳۰ زره د ارجنټاين وګړي وژل شوي، تښتول شوي او يا هم تر مرګه ځورول شوي دي.