په اروپا کې تر ۶ ورځني ځنډ وروسته الوتنې پيل شوې

الوتکه
Image caption د ايسلنډ له غرونو اور شيدنې او دوړو زرګونه پروازونه درولي ول.

له يوې اوونۍ شلتوب او په ټپه درېدنې وروسته چې په ايسلنډ د اورغورځوونکي د بړاس له ايرو له امله رامنځته شوې وه، د اروپا اسمان هوايي کرښې يو ځل بيا د الوتنو پر مخ ورو پرانيستل کېږي.

د سې شنبې په وروستيو وختونو کې لومړۍ الوتکې د لندن پر هيترو هوايي ډګر راښکته شوې.

دغه راز له فراسنې، بلژيک او هالنډ نه هم الوتکې الوتللې خو د اروپا په ځينو نورو برخو کې لا بنديزونه پاتې دي.

په اروپا کې د هوايي چلن ادارې (يورو کنټرول) د عملياتي چارو مرستيال مشر (براين فلېن) په برکسل کې د خبری کنفرانس په مهال وويل په اروپا کې د الوتنو په اړه له نظر سره هيلې ملې دي:

((حالت اوس داسې دی چې د اروپا (۷۵) سلنه مځکې د پاسه هوا پرانيستل شوې، او دا (۵۰) سلنه او ان کېدی شي (۶۰) سلنه الوتنو ته لار پرانيزي.

نظر داسې دی چې که نفشې ته په مفصل ډول وکتل شي، نو ليدل کې د هغو سيمو د پاسه د پوښنې ساحه چې ستر هوايي ډګرونه په کې دي، د وخت له تېرېدو سره کمېږي.

نو له حالت سره کمې کمې هيلې زياتېږي. هيله لرو په څو ورځو کې به حالت په اروپا کې د الوتنو سپرلۍ لپاره د عادي خوځښت بڼه غوره کړي .))

ملګري ملتونه وايي تکل لري د داسې ګامونو مشري وکړي چې له مخې يې د اورغورځوونکي له ايرو د خونديتوب رامنځته شويو خطرونو په ګوته کولو لپاره نړيوالو معيارونو ته پرمختګ ورکړي.

د ملګريو ملتونو د نړيوالې ملکي الوتنې اداره وايي هغه نړيوال سيستم چې د اورغورځوونکي فعاليت له امله د رامنځته شويو خطرونو څارنه کوي په ښه ډول کار کاوه.

خو د وروستيو ورځو بې سابقې ګډوډۍ څرګنده کړې يو داسې نړيوالې شبکې ته اړتيا ده چې له مخې يې په ورځينی ډول د خونديتوب کچې وټاکل شي. د ملګريو ملتونو دغې ادارې ټينګار کړی، دا به حکومتونه وي چې د خونديتوب په اړه وروستۍ پرېکړې وکړي.

ورته مطالب