لاس انجلس ټايمز: 'نوري المالکي پټ زندان لري'

د بغداد زندان
Image caption نوري المالکي ويلي چې د دې زندان په اړه هېڅ مالومات نه لري ''عراقي چارواکي په دې زندان نه دي خبر او نه يې د جوړولو مسؤوليت پرغاړه اخلي.''

د امريکا نيويار'لاس انجلس ټايمز' ورځپاڼې ويلي د عراق په مرکز کې له ډېرې مودې راهيسې بغداد کې پټ زندان لري.

ورځپاڼه په بغداد کې د خپل يوه کارکوونکي په حواله ليکي، دا زندان د عراق د لومړي وزير نوري المالکي د ځانګړي ګارد لخوا سنبالېږي .

رپوټ کاږي چې په دې شخصي زندان کې ۴۳۱ زندانيان دي، چې له ډېر وخت راهيسې بې برخليکه پکې پراته دي.

دا موضوع وروسته له هغه په ډاګه شوه، چې د بښنې نړيوالې ټولنې د دې مسالې په اړه پلټنه وکړه .

امنسټي انټرنېشنل د عراق د بشري حقونو په وزارت کې یو لړ پلټنې وکړې، چې په ترڅ کې يې وویل په دغه زندان کې ۱‍۰۰ زندانيانو ته د برېښنا په مټ ټکان ورکړل شوی، پلاستيکي کڅوروړ کې اچول شوي او سخت وهل شوي ټکول شوي دي.

دا زندان د بغداد هوايي ډګر ته نژدې جوړ شوی.

په تېره جنورۍ مياشت کې په دغه زندان کې يو بندي د سختې شکنجې له امله ساه ورکړه.

د بښنې د نړيوالې ټولنې په وينا عراقي ځواکونو دا بندیان د تېرې اکتوبر مياشتې په اوږدو کې په نينوی ایالت کې نيولي ول .

سرچينه وايي چې په دوی کې زياتره بنديان د سني جنګي ډلو غړي دي، چې بيا وروسته بغداد ته يوړول شول.

د المالکي دا زندان د هغه د ځانګړي کارد يا (د بغداد لوا) لخوا کنټرولېږي، چې نېغ په نېغه د المالکي د دفتر چارې هم پر مخ وړي.

وړاندې د بنديانو خپلوانو له وېرې دا خبره نه شوای کولی، چې ګني عزيزان يې د المالکي په شخصي زندان کې دي.

خو له تېر مارچ وروسته له يو لړ پلټنو وروسته په ډاګه شوه چې دا یو شخصي زندان دی.

په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د بښنې د نړيوالې ټولنې د پروګرام مديره حسيبه حاج صحراوي وايي د دارنګه شخصي زندانونو شتون د دې څرګندويي کوي چې په عراق کې ژبني او قامي توپيرونه لاهم کلک پالل کېږي.

خو نوري المالکي ويلي چې د دې زندان په اړه هېڅ مالومات نه لري ''عراقي چارواکي په دې زندان نه دي خبر او نه يې د جوړولو مسؤوليت پرغاړه اخلي.''

که څه هم عراقي چارواکي وايي چې حکومت د عراقي د امنیتي ځواکونو لخوا د پټو زندانونو او بنديانو د ځورولو په اړه پلټنې کړې، خو زياتره يې خپرې شوې نه دي.

او د عراق د بشري حقونو د وزارت وياند کامل امين دا نه مني چې ګني د بغداد هوايي ډګر ته ته د المالکي پټ زندان وي.

خو د بشري حقونو وزيرې وجدان ميخاييل ويلي د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې رپوټ بې اساسه دی.

آغلې ميخاييل زياتوي دا يو پټ زندان نه، بلکې د عدليې وزارت دوه قاضيان پنځه څارونکي پکې ګمارل شوي، خو دا چې د زندانيانو خپلوان يې په اړه مالومات نه لري، دا بېله خبره ده.