ترکی وزير څپېړې تر روغتونه ورساوۀ

ترکی وزير
Image caption لاهم کردانو له ترکانو سره شخړې لري.

د ترکيې د انرژۍ وزير تنار يلديز وروسته له هغه روغتون ته يووړل شو، چې د ترکيې په قيصاري ښار کې د یوه ترکي وګړي لخوا په قوي څپيړه ووهل شو .

د ترکيې د انرژۍ وزير تنار يلديز د يوه ترکي وګړي لخوا په څپيړه تر وهل کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

رپوټونه وايي چې د انرژۍ ترکی دغه وزير د دې هېواد په قيصاري ښار کې د يوه ولسي وګړي لخوا په څپيړه ووهل شو .

وزير د ترکيې په کردي مېشته جنوب ختيځ شرناق ښار ته د يوه ترکي افسر په جنازه کې د ګډون لپاره ورغلی و .

په ترکيه کې د بي بي سي خبريال وايي د انرژۍ وزير تر څپېړې خوړلو وروسته روغتون ته يووړل شو، خو د روغتيا په اړه يې نور مالومات نشته.

د بي بي سي خبريال زياتوي چې وزير د يوه ښوونکي لخوا وهل شوی .

دی وايي کله چې ښوونکي پر وزير د څپېړې ګوزار کاوه ويل يې چې: "زموږ پوځيانو ته پام وکړه وزيره! "

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د کردانو يو مشر احمد ترک له سياسي فعاليتونو نه لاس په سر شو .

دی د ترکيې په شمال ښار سامسون کې د يوه قومي سخت دريځي لخوا تر څپېړې خوړلو وروسته د قضايي پرېکړې لخوا له دندې ګوښه کړای شو .

په څپيړه د احمد ترک پزه ماته شوې وه .