راس موسن : ناټو بايد پر راتلونکو گواښونو نوى فکر وکړي

راس موسن
Image caption د ناټو سرمنشي غواړي غړي هيوادونه پر خپلې تگلارې له سره غور وکړي

د ناټو سرمنشي راس موسن پر غړيو هيوادونو غږ کړى دى چې پر خپلو تگلارو له سره غور وکړي چې د نوي پېر امنيتي گواښونو سره مقابله وکړاى شي .

ښاغلي راس موسن دا خبرې په ايستونيا کې د ناټو د ٢٨ غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډې وړاندې وکړې .

دغه غونډه د پنجشنبه په ورځ ( د اپريل ٢٢ ) د ايستونيا په پلازمېنه تلين کې کيږي .

د دغې غونډې په اجندا کې د افغانستان چارې مهمې بلل شوي دي .

راس موسن وويل ناټو د سړې جگړې له زمانې څخه اوسنيو ورپېښو ننگونو سره مقابلې ته ښه چمتو شوې .

خو سرمنشي زياته کړه چې د راتلونکيو ننگونو لپاره بايد ناټو هيوادونه پر خپلې تگلارې له سره غور وکړي .

د ناټو سرمنشي وويل يو بدلون چې د دۀ په وينا گټور ثابتيداى شي دا دى چې غړي هيوادونه په خپلو کې ښې خبرې وکړي او وگوري چې ممکنه خطرونه او گواښونه ورته څه دي .

ښاغلي راس موسن د ناټو د مالي برخې په باب هم نور غور او فکر وغوښت او ويې ويل که څه هم د پوځي ماموريتونو لپاره غړي هيوادونه خپل لگښتونه خپله کوي خو شايد دغه لگښتونه له يوۀ مرکزي ادارې څخه وشي .

خو دۀ ومنله چې د گډ يا واحد صندوق لرل د دغه ايتلاف لپاره د اختلاف مساله وه او شايد بيا هم پرې روغه ونه شي .

ځينې غړي هيوادونه ډاريږي چې يو واحد صندوق به بالاخر خبره دې ته راکاږي چې دوى به خپل لگښتونه هم کوي او د نورو لگښت ته به هم پيسې ورکوي .