خيبر پښتونخوا کې سياستوال ووژل شو

پوليس
Image caption تر اوسه لا چا د وژنې پړه په غاړه نه ده اخيستې

پوليس وايي ناپېژنديو وسلوالو نن (زيارت \ پنجشنبه د اپريل ٢٢ ) د خېبر پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د صوبايي اسمبلۍ يوپخوانى غړى عالمزېب عمرزى په ډزو وژلى دى. چارواکي زياتوي پېښه سحر د ولسوالۍ په پړانګ سېمه کې و شوه.

د صوبايي اسمبلۍ پخوانس غړس چې د ګاز دفتر ته ورغلى و، له دفتره د باندې وتلو پر وخت د وسلوالو د ډزو ښکار شو.

د بريد په ترڅ کې عالمزېب عمرزى ځاى په ځاى ووژل شو.

د وسلوالو په ډزو کې له نوموړي سره څلور تنه نور ټپيان شول چې وروسته يې په روغتون کې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. په مړو کې د ګاز محکمې چارواکى او د عالمزېب عمرزي ساتونکى هم شامل دي.

عالمزېب عمرزى د پاکستان پېپلز شېرپاو ګوند سره تعلق لرلو ، نوموړى تر دې وړاندې له دوو برېدونو روغ وتلى و.

د صوبايي اسمبلۍ د پخواني غړي پر وژنې د ګوند پلويانو ډېره خواشېني کړې ده ، د پېلپز ګوند پلويانو د احتجاج په توګه د لږ وخت لپاره سړک د ټراېفيک په مخ وتړلو او دصوبايي حکومت پر ضد يې نارې وهلې.

عالمزېب په ٢٠٠٢ کال کې د صوبايي اسمبلۍ غړى و. په نوموړي د شويبرېد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستې، خو هغه د وړاندې برېدونو تور په خپل سياسي مخالفينو لګولو و.

د اورکزو او سوات پېښې

بل خوا پاکستاني چارواکي ادعاکوي چې په تازه عملياتو کې په قبايلي سيمه اورکزۍ اېجنسي او سوات ولسوالۍ کې يې تر لسو زېات وسلوال وژلي دي.

چارواکي ادعاکوي چې سرتېرو د اورکزۍ اېجنسي په مشتې مېله سېمه کې د وسلوالو مرکزونه په نښه کړي چې په ترڅ کې يې پنځه وسلوال وژل شوي. وسلوالو د اورکزۍ اېجنسي په ماموزې سېمه کې د صحت يو مرکزهم سوځلى دى.

په اورکزۍ اېجنسي کې د روانو پوځي عملياتو له کبله په زرګونوخلک د خېبر پښتونخوا هنګو او کوهاټ ولسواليو ته کډه شوي. دغه بې کوره شوي خلک د دوى لپاره د کېمپونو د نشتوالي له کبله له خپلو خپلوانو سره او يا بيا د کرايې په کورنو کې په اوسېدو مجبوره دي.

د اورکزۍ اېجنسۍ د بې ځايه شويو خلکو لپاره په هنګو ولسوالۍ کې ېوازې يو کمپ جوړ کړى چې د دوى اړتياوې نه پوره کوي.

ورته مطالب