هرکال ملاريا په نړۍ کې ۸۵۰ زره کسان وژني

ماشه
Image caption ملاريا هغه ناروغي ده چې د يوې ماشې په مټ له يوه انسانه بل ته لېږدي او هر کال په نړۍ کې شاوخوا پنځه سوه ميلونه انسانان په ناروغۍ اخته کوي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونسيف وايي په نړۍ کې هرکال د ملاريا ناروغۍ له امله ۸۵۰ زره کسان مري.

دغه اداره زياتوي د ملاريا له امله په سلو کې ۹۰ مړينې په جنوبي افريقا کې رامنځ ته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې ورځ / د اپرېل ۲۵مه د ملاريا نړيواله ورځ ده .

يونيسف په يوه خپاره کړي رپوټ کې ويلي چې د ملاريا له امله د مړينې دا شمېره د زغملو وړ نه ده، چې بايد پروړاندې يې مبارزه وشي.

د رپوټ پر بنسټ، د ملاریا د ماشې د چيچلو له امله د دغې ناروغۍ زياتره قربانيان تر پنځه کلنۍ ټيټ ماشومان دي.

يونيسف کاږي، دوی يو داسې پروګرام پيل کړي، چې له مخې به يې د ملاريا ناروغۍ له امله د مړينې کچه راټيټه شي.

ملګري ملتونه وايي چې په بې وزله سيمو په تېره بيا په جنوبي افريقا کې يې د ملاريا ضد ماشو روغتيايي جاليو وېش پيل کړی دی .

تېر کال د اپرېل پر ۲۵مه د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي وو چې په تېرو څو کلونو کې افغانستان کې د ملاريا په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی .

Image caption ملګري ملتونه وايي چې د ملاریا د مړینې زياتره پېښې په جنوبي افريقا کې په هغو ماشومانو کې وي، چې عمرونه يې له پنځه کلنۍ ښکته دي.

دوی ويلي وو چې په وړيا توګه د دغې ناروغۍ تشخيص او درملنه د ناروغۍ د کچې د ښکته کېدا لاملونه دي.

په ۲۰۰۸ کال کې تر ۴۵۰ زرو ډېر افغانان په ملاريا ناروغۍ اخته شوي ول، چې د تېرو کلونو په پرتله دا کچه د پام وړ ټيتوالی څرګنداوه.

د ملاريا ډولونه

ملاريا څو ډولونه لري چې تر ټولو خطرناکه يې دماغي ملاريا ده په دغه ډول ملاريا کې د مغزو پر رگونو بريد کيږي چې د اکسيجن او وينې د لېږد مخه نيسي.

تېر کال په افغانستان کې ٩ ميليونه ډالره د ملاريا د مخنيوي او د ناروغانو په درملنه يې لګېدلي دي، چې د روغتيا د نړيوال سازمان په گډون د يو شمير نورو نړيوالو ټولنو له خوا برابر شوي وو .

ټاکل شوې ده چې په راروانو پنځو کلونو کې د ملاريا په گډون د يو شمېر نورو ناروغيو د مخنيوي په برخه کې اويا ميليونه ډالر ولگول شي، د روغتيا د نړيوال سازمان د شميرو له مخه ملاريا په نړۍ کې هر کال نژدې يو ميليون انسانان وژني .

ياد شوى سازمان ژمن شوي چې تر٢٠١٥ کاله پورې يو انسان هم د ملاريا له کبله ونه مري .

ملاريا هغه ناروغي ده چې د يوې ماشې په مټ له يوه انسانه بل ته لېږدي او هر کال په نړۍ کې شاوخوا پنځه سوه ميلونه انسانان په ناروغۍ اخته کوي.

د دغې ناروغۍ اصلي لامل د ملاريا ماشه بلل کېږي، خو ښايي وچکالي هم په دې برخه کې اغېزمنه پرېوتي وي ځکه چې د ملاريا لېږدوونکي ماشي د ولاړو اوبو په ډنډونو کې هگۍ اچوي او وده کوي .