فرانسوي پوليسو نقاب لرونکې مسلمانه چلوونکې جريمه کړه

دغې ښځې خبري رسنیو ته ویلي چې تر نقاب يې خپلې سترګې ښکارېدې .
Image caption دغې ښځې خبري رسنیو ته ویلي چې تر نقاب يې خپلې سترګې ښکارېدې .

فرانسوي پوليسو يوه مسلمانه موټر چلوونکې په دې تور جريمه کړې، چې ګني د موټر چلولو پرمهال يې نقاب اغوستی و او يوازې سترګې يې ترې ښکارېدې، چې ښايي د يوې ترافيکې پېښې لامل شوې وای.

دغه مسلمانه د فرانسې په لوېديځ نانت ښار کې جريمه شوې ده .

د دې مسلمانې چلوونکې مدافع وکيل، چې د هغې له نامه اخیستو يې ډډه کړې، ويلي د هغه څه په اړه به خپله دعوا کوي چې بشري حقونو ته يې سپکاوی بولي.

دا پېښه څو مياشتې وروسته له هغه رامنځ ته کېږي، چې فرانسه کې پر نقاب د بنديز لګېدو پر سر تودې خبرې روانې دي.

مخکې د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي د فرانسې پارلمان ته ویلي وو چې په عامو ځايونو کې د مسلمانو ښځو پر نقاب د بنديز لګولو قانون تصویب کړي.

له دغې ۳۱‍ کلنې مسلمانې ښځې پوليسو غوښتي چې د خپل هويت څرګندولو لپاره خپل مخ لوڅ کړي، چې د هغې لخوا د دې خبرې ردولو پوليس پر هغې د ۲۲ يورو جريمې لګولو ته اړ کړل .

د دغې ښځې مدافع وکيل جان ميشل پولونو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "دغه جريمه هېڅ قانوني بڼه نه لري، بلکې بشري حقونو ته يو ډول سپکاوی دی."

نوموړی زياتوي د مسلمانو ښځو لپاره نقاب د هغې ښځې خولۍ ته ورته دی، چې د موټر سايکل چلولو پرمهال يې پر سر کوي.

ښاغلي پولونو ویلي چې په دې اړه يې د فرانسې دولت ته په رسمي توګه خپل شکايت وړاندې کړی:

" د لوبې پنډوسکی د چارواکو په لاس کې دی... اوس هېڅ داسې قانون نه شته، چې له مخې يې دې پر ښځو د نقاب بنديز لګولی وي. "

دغې ښځې خبري رسنیو ته ویلي چې تر نقاب يې خپلې سترګې ښکارېدې .

په پاريس کې د بي بي سي خبريال وايي : "که څه هم جریمه لږ وه، خو دې خبر يو ډول ستر سمبوليک اهميت پيدا کړی دی. "