يمن: د برتانيا پر سفير ځانمرګی بريد وشو

په يمن کې د برتانيا سفارت
Image caption د روان ۲۰۱۰ کال په لومړيو کې هم برتانيا په يمن کې د القاعدې له ډاره خپل سفارت تړلی و.

په يمن کې د برتانيا پر سفير ځانمرګی بريد شوی، خو هغه روغ رمټ ترې وتلی دی.

د لبنان امنیتي سرچينو ويلي چې په صنعاء کې د برتانيا د سفیر تيم تورلوت د ګاډو پر کاروان يو ځانوژونکی بريد وشو، چې له امله يې يو تن مړ شو .

فرانس پرېس ويلي چې سفير ته کوم زيان نه دی اوښتی .

د يمن امنيتي سرچينو هم ويلي چې ښايي دا ځانمرګی بريد وي .

بريد داسې مهال شوی، چې سفير تيم تورلوت په صنعاء کې د برتانيا سفارت ته پر لاره و .

د برتانيا د باندينيو چارو وزارت ويلي د پېښې په اړه به چټکه پلټنه وکړي .

له بريد وروسته د برتانيا سفارت سملاسي تړل شوی دی.

Image caption تیم تورلوت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا په يمن کې د برتانیا د سفير په توګه کار کوي.

په تېره جنورۍ مياشت کې امريکا او برتانيا په صنعاء کې خپل سفارتونه د يوڅه وخت لپاره وتړل.

هغه مهال القاعده ګواښ کړی و چې په يمن کې به د برتانيا او امريکا پر سفارتونو بريدونه کوي.

عيني شاهدانو بي بي سي ته وویل چې د ځانمرګي بريد کوونکي ټوټې يې د پېښې په سيمه کې شوک په شوک پرتې ولېدې.

بريد د برتانيا له سفارت څخه شاوخوا ۳۰۰ متره ليرې شوی .

په بريد کې دوه نارينه او يوه ښځه هم ټپيان شوي.

پوليسو د پېښې ځای کلابند کړی او خبريالان هم نژدې نه ورپرېږدي.

Image caption پولیسو سيمه کلابنده کړې او څوک نه ورپرېږدي.

تیم تورلوت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا په يمن کې د برتانیا د سفير په توګه کار کوي.

په يمن کې د برتانیا سفارت وياندې شانيل مورتمر ويلي "له يمني چارواکو سره په جديت سره د پېښې په اړه پلټنه کوو، خو ويلی شم چې په بريد کې د برتانيا سفارت هېڅ کوم کارکوونکي ته زيان نه دی اوښتی".

دا وايي"سفارت مو وتاړه."

كانت بريطانيا والولايات المتحدة قد أغلقتا سفارتيهما بصنعاء مؤقتا في يناير/ كانون الثاني الماضي تحسبا لهجمات محتملة لتنظيم القاعدة.

ورته مطالب