امريکايی له القاعدې سره په مرسته تورن شو

د سيد هاشمي د محاکمې اټکليزه صحنه
Image caption سيد هاشمي د ۲۰۰۷ کال په مۍ میاشت کې امريکا ته يووړل شو، او هلته تر کابو يوه کال پورې په زندان کې و.

په واشنګټن کې يوه امريکايي تورن سيد هاشمي منلې چې له القاعدې سره يې مرسته کړې ده.

نوموړی د برتانيا لخوا واشنګټن ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره سپارل شوی دی .

۳۰ کلن سيد هاشمي په ۲۰۰۶ کال کې لندن کې نيول شوی و.

دی په دې تورن و چې د القاعدې يوه غړي ته یې ځای او پيسې ورکړې وې.

په نيويارک کې کې يوې محکمې سيد هاشمي د ۱۵ کلونو بند په سزا محکوم کړ .

سيد هاشمي د سه شنبې په ورځ د نيوياک په سیمه ييزه محکمه کې محاکمه کړای شو.

د هغه يو مدافع وکيل هم په ۱‍۵ بند محکوم شوی .

هاشمي پاکستان کې زيږېدلی او د امريکا تابعيت لري.

که پر نوموړي څلور تورونه ثابت کړای شي، ښايي د ۷۰ کلونو بند سزا پرې وخېژي .

د هغه مدافع وکيل ډېوېډ رونکې ويلي :"موږ ډېر اندېښمن يو چې دغه سړی له خپلې ښځې څخه جلا شوی و. "

هاشمي د نيويارک سيمه ييزې محکمې قاضي لوريتا پرېسکا ته ویلي د ۲۰۰۴ کال دجنورۍ او ۲۰۰۶ کال د مۍ مياشتو ترمنځ هغه له خپل ملګري د نيويارک ښار د کوينز اوسېدونکي جنيد بابر سره مرسته کړې ده.

نوموړي منلې چې بابر ته يې د جنګياليو د ساتنې ځينې وسايل ورکړي.

ويل کېږی چې هاشمي د محصلۍ پرمهال خپل ملګري بابر ته ۳۰۰ امريکايي ډالر هم ورکړي او دفاعي توکي يې په خپل استوګنځي کې ساتلي وو .

هغه د ۲۰۰۶ کال په جون د برتانيا د امريکايي چاروکو په ټينګه غوښتنه په هيټرو هوايي ډګر کې ونيول شو.

درې کاله جلاوالی

سيد هاشمي د ۲۰۰۷ کال په مۍ میاشت کې امريکا ته يووړل شو، او هلته تر کابو يوه کال پورې په زندان کې و.

Image caption د ويلو ده چې ۲۳ کلن خصر له ۱۵ کلنۍ څخه د امریکا په زندان کې دی.

د هغه کورنۍ، ملګري او دفاعي ډلې وايي د امریکا حکومت هغه په دې دليل محاکمه کړ، چې په منځني ختيځ کې يې د امريکا د پاليسيو پرضد خبرې کولې .

دفاعي ډلو د هاشمي د زنداني کولو پر پرېکړه سختې نيوکې کړې دي، دوی وايي چې له محاکمې او تورونو ثابتېدو پرته يې په زندان کې درې کاله تېر کړي دي.

دغو ډلو ويلي چې نوموړي ته پر هر راز ليدونکي بنديز لګول شوی و.

د نوموړي بله محاکمه به د راتلونکي جون پر ۷مه پيلېږي.

د ګوانتانامو يو زنداني محاکمه کېږي

بل خوا د امریکا په يوې پوځي محکمې کې له القاعدې سره د ګوانتانامو د يوه تورن عمر خضر د استيناف محاکمه پيلېږي.

پر ښاغلي خضر تور دی چې افغانستان کې يې يو امریکايی پوځي په ډزو وژلی دی.

ټاکل شوې چې د هغه محاکمه به نن چهار شنبه پيل شي.

د ويلو ده چې ۲۳ کلن خصر له ۱۵ کلنۍ څخه د امریکا په زندان کې دی.

رپوټونه وايي نوموړي منلې چې افغانستان کې يې د امریکا پر ځانګړو ځواکونو لاسي بمونه غورځولي، چې يو امريکايی عسکر پکې ووژل شو.

خو د هغه مدافع وکيل وايي هغه دا څرګندونې له شکنجې وهلو او ډبلو وروسته په زور کړې دي .

د هغه بله محاکمه به په راتلونکې جولای کې پيلېږي.